د اوکراین په جګړه کې د پوځیانو په ګډون تر 20,000 زیات کسان معذوره شوي دي

په پښه معذوره شوی اوکرایني پوځي میخایلو یورچوک له خپلې مېرمنې ماریا او لور سره له کوره ګرځېدو ته راوتلی.

د اوکرایني پوځیانو د علاج لپاره ځانګړي روغتون بهر د څو کسانو یوه ډله کله یو بل ته د سګرېټو ټوټې ورکوي او کله یو بل ته د جنګ په اړه خپلې کیسې کوي، دوی دا کیسه کله په عامه ساده ژبه کوي او کله یې په لهجه کې هغه تریخوالی وي چې د جګړې په ډګر کې ورسره مخ شوي او یوه پښه یا لاس یې پکې باللی وي.

په دوی کې ځینې داسې کسان هم دي، چې پر ماینونو ختلي یا له اسمانه بم، میزایل یا بمبار ورباندې شوی او هغه مرګونې شېبه یې یاده ده. ډېر بیا داسې دي چې د ورسره شوې داسې پېښې ډېر څه یې په یاد نه دي.

د یو اوکرایني پوځي ویټالي بیلیاک کمزوری بدن د زخمونو په نخښو پټ دی، د ده پښه تر ګونډې پورې غوڅه کړل شوې ده، هغه شپږ میاشتې په کوما کې وو او په دې موده کې یې لس واره ډېرې پېچلې ډول سرجري وشوه، چې پکې د ده د ژامو، لاس او پوندې عملیات شامل دي.

د ویټالي بیلیاک پر موټر د اپرېل په 22مه د سړک د غاړې ښخ ماین ور چاودلی وو. هغه وایي‌ "زه چې له خوبه را ویښ شوم، داسې راته ښکارېده لکه له مرګه وروسته چې په یوه بله نړۍ کې را ژوندی شوی یم".

اوکراین دا وخت تر 20,000 زیاتو هغه کسانو راتلونکي ته اندېښمن دی چې په جګړه کې معذوره شوي دي. په دوی کې ډېر پوځیان له دې کبله د څه نه څه ذهني صدمې ښکار دي چې د جګړې په لومړي محاذ کې جنګېدلي دي. د یورپ یو ملک له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته او امریکا له کورنیو جګړو وروسته له داسې حالت سره نه وه مخ شوې.

میخایلو یورچوک د اوکراین په پوځ کې پېراټروپر وو، چې د جګړې په لومړیو اوونیو کې ازیوم ښار ته نیژدې ټپي شوی وو. ملګرو یې هغه پر زینه پرې ایستی او تر څو ګنټو پیاده مزل وروسته یو روغتون ته په رسېدو بریالي شوي وو.

یورچوک وایي هغه وخت یې یواځې دا فکر کاوه چې خپل ژوند په بم ختم کړي. یو ډاکټر هغه وخت پر څنګ ورته ناست د ده لاس یې په لاس کې نیولی وو او تر هغه وخته ورته ناست وو چې هغه بې هوشه شو.

کله چې یې د زیاتې پاملرنې په څانګه (ای سي یو) کې سترګې وغړولې نو هم هغه ډاکټر یې څنګ ته ناست وو. یورچوک د هغه مننه وکړه چې د ده لاس یې په لاس کې نیولی وو، ډاکټر هغه ته وویل: "زه وېرېدم چې هسې نه ته د لاسي بم [ګرینېډ] بټن ووهې".

د یورچوک کیڼ لاس تر څنګلي لاندې او ښۍ پښه یې تر ځنګانه پورته په بم الوتې وه.

یورچوک په اتلسو میاشتو کې بیرته په ډېرې حیرانۍ سره خپل ذهني او بدني توازن تر لاسه کړ، ځکه چې هغه د بیارغېدنې په دې مرکز کې د ماریا په نوم له یوې داسې ښځې سره مخ شو چې هلته یې د رضاکارې په توګه کار کوه او وروسته د ده د ژوند ملګرې شوه.

هغه اوس خپله ماشومه لور په زانګو کې زنګوي او په زړورتیا سره یې بهر ګرزېدو ته بیایي. د ده مصنوعي لاس او پښه تک تور دي. یورچوک اوس دې روغتون ته راتلونکو ټپي شویو پوځیانو ته همت او ډاډ ورکوي چې ژر به یې زخمونه جوړ شي او له بدني معذور سره سره به ژوند او پرمختګ زده کړي.

د اوکراین د جګړې پر نفسیاتي اغېزو نظرلرونکي کارپوهان وایي، د یورچوک غوندې همت او ډاډ د اوکراین په ګډون د نړۍ په نورو برخو کې هغو خلکو ته هم ورکول پکار دي چې په جګړو او شخړو کې یې د بدني غړي بایللي دي.

په امپېریل کالج کې په چاودنه کې د زخمونو ماهره ډاکټره ایمیلي مېهیو وایي، "په داسې وخت د ټپي شویو کسانو د بدن ټول خوځېدونکی نظام هڅه کوي چې بیرته بحال شي او وزن یې پر ټول وجود بیرته ووېشل شي، دا یو پېچلی رغښت دی، چې د یو بل انسان په مرسته باید تر سره شي".

د اوکرایني پوځ د معذوره شویو ټپیانو د روغتیا لپاره د جوړ روغتون «سوپر هیومنز سنټر» مشره اولها رودنیوا وایي، په اوکراین کې داسې ډاکټران کم دي چې د مصنوعي غړو په لګولو او له هغو سره د ناروغانو په بلدتیا کې مرسته وکړي.

مېرمن رودنیوا وایي تر جګړې مخکې په اوکراین کې یواځې پینځه ډاکټران داسې وو، چې په لاس یا پښو معذوره کسانو ته د مصنوعي لاس پښو ور لګولو روزنه یې اخیستې وه:

"په عادي حالاتو کې له لاس پښو محرومه خلک داسې مهارت لرونکو ډاکټرانو ته ډېره لږ اړتیا لري، ځکه چې خلک د شکرې یا نورو ناروغیو له کبله هم پښه یا پښې وبایلي".

رودنیوا وایي له کله چې په اوکراین کې جګړه پیل شوې له هغه راهیسې د یوې اندازې له مخې 20,000 کسان داسې دي چې د بدن له یو نه یو غړي پرته ژوند تېروي.

که څه هم د اوکراین حکومت دا نه وایي چې په دغو معذوره شویو کسانو کې څومره پوځیان او څومره عام خلک دي، خو په اوږدمهاله جګړو کې په عادي توګه د جګړې په لومړۍ کرښه کې د چاودنو له کبله ټپونه زیات وي.

ډاکټرې ایمیلي مېهیو په جګړو کې له ټپي شویو او د بدن له غړو محرومه شویو سلګونو پوځیانو سره خبرې کړې دي، هغه وایي د داسې کسانو لپاره تر ټولو ګران کار دا دی چې له خپلو دردونو او د مصنوعي لاس پښو د اغوستلو له درد سره ژوند تېروي.

یادونه:- د دې رپوټ مواد له اسوسیېټیډ پریس څخه اخیستل شوي دي.