پېښور – د پاکستان پوځ د چترال بریدونو کې د4 پوځيانو اؤ 12ترهګرو د وژل کېدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي پاکستان له وړاندې څخه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په نورستان اؤ کونړ ولایتونو کې د ترهګرو د فعالیتونو نه خبر کړی ؤ.
پوځ وایي هیله ده د افغانستان لنډ مهاله حکومت به د خپلو مسولیتونو په پوره کولو خپله خاوره د پاکستان پرضد کارول کیدو ته ور نه کړي.
د شورو یا چهارشنبې په ورځ د پوځ مطبوعاتي څانګې آی ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي چې د چترال په کیلاش سیمه کې د افغانستان د خاورې نه د ترهګرو لخوا په دوؤ پوځي څوکیو بریدونه شوي چې پکې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د پوځ بیان کې ویل شوي چې دې بریدونو کې ګڼ شمیر ترهګرو برخه درلوده اؤ هغوي سره جدیدې یا عصري وسلې هم وې .
پوځ وایي امنیتي ځواکونو د ترهګرو برید ته چټک غبرګون ښودلی اؤ هغوي سره یې سخته نښته کړې ده.
پوځ دعوه کړې ده چې د ترهګرو برید یې په شا تمبولی اؤ وایي په دې برید کې 12 ترهګر وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.
آی ایس پي ار ویلي د پاکستان امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ ختمولو په لړ کې کوټلی عزم لري اؤ د پوځي ځوانانو داسې رقم قربانۍ دا عزم یا ولولې نورې هم پیاوړې کوي.
د پوځ بیان کې ویل شوي چې د پاکستان ځواکونو له وړاندې څخه د خطرې خبردارې لرلو اؤ پخپلو پوستو کې بیدار ولاړ وؤ .
پوځ زیاته کړې ده چې د ممکنه ترهګرۍ د له مینځه وړلو لپاره سیمه کې اوس هم د پاکونې عملیات روان دي.
د چترال ډپټي کمشنر محمدعلي وي پرون د او اې ډيوه خبریال فضل عزیز ته ویلي وؤ "د بمبوريت نه وړاندې په پوله نن سهار ترهګرو بريدونه کړي، خو د ترهګرو مخه نیول شوې، په شا تمبول شوي او ترهګرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده د اتوو پورې ترهګرو وژل کېدو خبر دی خو پوره معلومات مخې ته نه دي راغلي"
تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] دعوه کړې، د چترال په بمبوريت کې یې دوه پوځي پوستې نيولي او شپږ پوځيان یې وژلي دي.
د پاکستان د چترال بمبوريت سيمه د افغانستان د نورستان سره په پوله پرته ده اؤ دغلته غیرمسلمه لږکي کیلاش په ګڼ شمیر کې میشت دي.
پاکستان کې د سیاسي ګوندونو غبرګون:
په پاکستان کې بیلابیلو سیاسي ګوندونو په چترال د ټي ټي پي لخوا په شوي برید سختې اندېښنې ښودلي اؤ په حکومت یې غږ کړی چې باید ترهګریزو بریدونو کې د افغانستان د خاورې د کارول کیدو معامله د طالبانو له حکومت سره راپورته کړي.
د مسلم لیګ نواز ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم شهباز شریف پخپل یو بیان کې ویلي چې
په عصري وسلو د سمبالو ترهګرو له لوري د افغانستان نه په یو وروراسلامي هیواد حمله د افسوس، غندنې اؤ اندېښنې وړ ده.
پخپل یو بیان کې ښاغلي شهباز شریف ویلي چې افغان حکومت باید ترهګرو ته واګې واچوي اؤ د اسلامي تعلیماتو له مخې دې خپله ژمنه سرته ورسوي.
هغه ویلي چې پاکستان مدام په سختو حالاتو کې د افغانستان سره کومک کړی دی ، د څلویښتو کالو نه یې پاکستان کې د افغانانو میلمه پالنه کړې ده خو د افسوس مقام دی چې ترهګر د افغانستان نه په یو "اسلامي ملک" حملې کوي.
د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق هم په دې بریدونو اندېښنې ښکاره کړي اؤ دا یې د غندنې وړ بللي دي.
سراج الحق پخپل بیان کې ویلي دي چې حکومت باید د ولس د سر ومال تحفظ باوري کولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
د پښتونخوا قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو د چترال سره په پیوست سرحدي سیمه کې د ترهګرو برید اؤ په هغې کې مرګ ژوبله د بې کچه اندېښمن وضعیت ښودنه کوي.
پخپل بیان کې افتاب شېرپاو ویلي د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان ځمکه کارولو ته نه ورکول د پاکستان اؤ افغانستان د اړیکو اساس یا بنیاد دی اؤ د پاکستان حکومت باید په سمدستي توګه دا معاملې له افغان دولت سره راپورته کړي .
د عوامي نیشنل ګوند صوبایي صدر ایمل ولي خان پخپل غبرګون کې ویلي دي چې د چترال بیلابیلو سیمو ته د طالبانو د ورتګ رپورټونه د اندېښنې وړ دي .
هغه پخپل بیان کې ویلي، داسې اطلاعات شته چې ترهګرو چترال کې په یو شمیر کلیو بریدونه کړي دي .
هغه ویلي په دې بریدونو د مرکزي اؤ صوبایي حکومتونو اؤ اړونده ادارو خاموشي د اندېښنې وړ ده.
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په اېکس [پخواني ټويټر] ویلي، "د ټي ټي پي چترال ته ننوتو د خبرونو او د چترال د څو کليو قبضه کولو خبرونه د اندېښنې دي. د واخان کوريډور نيولو هڅې روانې دي. د نوې پراکسې جګړې تګلاره واضحه کيږي. په مرکز کې په دې اندېښمنو حالاتو هيڅ نه ليدل کيږي".
پاکستان کې په دې وروستیو کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پېښې سېوا شوي، پاکستان وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو وروسته ناامني سېوا شوې او پاکستان څو ځله دعوې کړي د افغانستان د لوري وسله وال په پاکستان کې ترهګر بریدونه کوي.
خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه ډول دعوې رد کړي دي اؤ دریځ لري چې په افغانستان کې هیڅ ترهګرې ډلې وجود نه لري.