بلوچستان: وسلوالو د ډيره بګټي سیمې نه د فوټبال شپږ ځایي لوبغاړي تښتولي دي

پېښور- چارواکي وایي نامعلومو وسله والو کسانو د بلوچستان د ډيره بګټي سیمې نه د فوټبال شپږ ځایي لوبغاړي تښتولي دي.

د بلوچستان د لوبو نګران وزیر جمال ریساني د لوبغاړو د تښتول کېدو پخلی کړی اؤ وایي سیمه ییز چارواکو ته یې د تښتول شوؤ لوبغاړو په حفاظت سره د راخلاصولو لارښوونه کړې ده.

د لیویز ځواک سرچینو ویلي دا لوبغاړي د ډیره بګټي د سوي سیمې نه د خالي - شنبې په ورځ هغه مهال تښتول شوي چې د ال پاکستان چیف منسټر فوټبال ګولډ کپ سیالیو ته روان وؤ.

سرچینې وایي چې د سوي د کچي کینال یا نهر په مقام نامعلومو وسله والو د هغوي ګاډی درولی اؤ په ګاډي کې ناستو د 18 لوبغاړو څخه یې شپږ لوبغاړي تښتولي دي.

د تښتول شوؤ لوبغاړو پېژندګلو د عامر ولد ذاکر حسن، مریټه فیصل ولد حنیف سهیل، احمد ولد عمر بخش، یاسر ولد امیر بخش، شیراز ولد داد محمّد، بابر ولد ډوټا په نومونو سره شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې د لوبغاړو تر تښتول کیدو وروسته لیویز ځواک اؤ قانون پځای کوونکو ادارو له سیمې نه ګیره اچولې ده اؤ د تښتوونکو لټون یې پیل کړی دی.

په سمدستي توګه د فوټبال د دې لوبغاړو د تښتولو ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخستې.

د روف بلوچ په نامه یو تن د تښتول شویو لوبغاړو انځورونه په اېکس (پخواني) ټویټر باندې داسې خپاره کړي.

د بلوچستان د لوبو نګران وزیر جمال ریساني د لوبغاړو د تښتول کیدو پخلی کړی اؤ په ایکس(پخوانۍ ټویټر) رسنۍ یې لیکلي چې د ډيره بګټي له مرستیال کمشنر سره یې اړیکه نیولې اؤ ورته یې ویلي چې تښتول شوي لوبغاړي باید په حفاظت سره راخلاص کړل شي.

د ډيره بګټي مرستیال کمشنر بیلابیلو رسنیو ته ویلي د فټبال تښتول شوي لوبغاړي د سي ایم ګولډ کپ سیالۍ لپاره سبي ته روان وؤ چې په لاره وسله والو تښتولي دي.

هغه ویلي ریاستي ادارې په خپل ټول قوت سره هڅې کوي چې تښتول شوي لوبغاړي د تښتوونکو له منګولو راخلاص کړي.