د ایشیا کپ کرکټ د یو ورځنېو سیالیو په سپر فور پړاؤ کې د دوؤ ګاونډي روایتي حریفانو هند اؤ پاکستان ترمنځ مهمه سیالي په کولمبو کې پیل شوې ده.
د لوبې پچه پاکستان ګټلې خو هند ته یې د بیټنګ دعوت ورکړی اؤ پاکستان پخپله فیلډنګ پېل کړی دی.
د پچې یا ټاس په موقعه خپلو خبرو کې دپاکستان کپتان بابر اعظم ویلي د توپ اچونې یا بولنګ پرېکړه یې د لوبې میدان ته په کتلو سره کړې ده.
هغه ویلي د لوبډلې ټول غړي یې لوړه حوصله لري اؤ هره سیالي دیوې نوې سیالۍ په جذبه کوي.
د هندي لوبډلې کپتان روهت شرما ویلي دا هیڅ فرق نه کوي چې د دوي لوبډله باید لمړی بیټنګ وکړي که بولنګ. هغه ویلي لوبډله یې هوډ لري چې ننۍ مهمه سیالي پخپل نوم کړي.
د پاکستان په لوبډله کې کپتان بابر اعظم ،فخر زمان ،امام الحق، شاهین اپریدی، نسیم شاہ، حارث رؤف، فهیم اشرف، شاداب خان، افتخار احمد، محمد رضوان او سلمان علی اغا شامل دي.
همدا شان د هند لوبډله کې کپتان روهت شرما سمیت شبمن ګل، ویرات کوهلي، کی ایل راهول، ایشان کشن، هاردک پانډیا، رویندر جډیجا، شاردل ټاکر، جسپریت بمراہ، کلدیپ یادیو اور محمد سراج شامل دي.
د سپر فور پړاؤ په وړومبي اننګز یا پاڼۍ کې د باران امکان نه شته خو د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د باران راښکته کېدو امکان ښودل شوی دی.
ایشین کرکټ کونسل (ای سي سي) دپاکستان کرکټ بورډ له نیوکې وروسته د دوشنبې ورځ هم د دواړو لوبډلو ترمنځ د امکاني لوبې لپاره ټاکلې ده.
که چرې نن د باران له امله د هند اؤ پاکستان تر منځ سیالي په نیمه کې پاتې شوه نو بیا په په 11م ستمبر دا لوبه له هم هغه ځایه پېل کیږي په کوم ځای چې ودریدلې وه.