وزیراعظم کاکړ: د تندلاریتوب ختمولو لپاره به ټولو طبقو ته خپل کردار ادا کول وي

د پاکستان نګران وزیر اعظم ښاغلي انوار الحق کاکړ ویلي ټولنې نه د تندلاریتوب ختمولو لپاره به ټولو طبقو ته خپل کردار ترسره کول وي.

د پاکستان د سرکاري ټي وي د رپورټ له مخې د دوشنبې - ګل په ورځ په اسلام اباد کې د مسیحي‌ ټولنې یوې نماینده ډلې سره لیدنه کې نګران وزیراعظم ویلي چې ټوله ریاستي مشینری د لږکیو د حقونو اؤ تحفظ په لړ کې د هغوي سره ولاړه ده.

هغه ویلي چې پاکستان کې اقلیتونو یا لږکیو ته ټول بنیادي حقونه ترلاسه دي د ملک ایین د ذات پات،رنګ،نسل اؤ عقیدې له توپیر پرته ټولو وګړو ته یو شان ټولنیز،مذهبي، سیاسي اؤ معاشي حقونه ورکوي.

د نګران وزیراعظم ددې دعوې برعکس په پاکستان کې میشت اقلیتي مشران اؤ ټولنې وخت په وخت نیوکې کوي چې پاکستان کې د دوي سره د مذهب په اساس توپیري چلند کیږي اؤ ژوند،عزت ابرو، حتی چې عبادتخانې یې هم خوندي نه دي.

په 16م اګست د پنجاب د فیصل اباد سیمې ترڅنګ په جړانواله سیمه کې د مذهب د سپکاوي په تورونو پاریدلو کسانو د مسیحي ټولنې ګڼ‌ شمیر کلیساوې اؤ کورونه سوځولي وؤ چې دپاکستان ترڅنګ ټوله نړۍ کې ددې پېښو کلکه غندنه شوې وه.

ښاغلي انوار الحق کاکړ وویل د جړانواله د پېښې ذمه وارو ته به داسې عبرتناکې سزاګانې ورکول کیږي ترڅو په راتلونکي کې د داسې پېښو مخه ونیول شي.

هغه ویلي چې د لږکیو ورورولي دپاکستان د افرادي‌ قوت اساسي برخه ده اؤ دملک په ترقۍ کې هم کردار لري.

هغه زیاته کړې ده چې د یو بل عقیدو ته په درناوي کولو یوه پرامنه اؤ خوشحاله ټولنه جوړیدای شي اؤ د تندلاریتوب مخنیوي لپاره به ټولو طبقو ه خپل کردار ترسره کول وي.

سږکال د مئ په میاشت کې په نړیواله کچه مذهب د ازادۍ په اړه د امریکې د حکومت ادارې یوناټېډ سټېټس کمېشن ان انټرنېشنل رېلېجس فريډم، یو اېس سي آی آر اېف، په خپل کلني رپورټ کې ویلي وؤ په پاکستان کې د مذهب د ازادۍ حالات مخ په خرابېدو دي او د احمدي ټولنې، عیسايي، هندو او سېک ټولنې غړي ځانونه په پاکستان کې غیر محفوظ ګڼي.

رپورټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې په کال تېرکال2022م کې د هدفي وژنو، د اجتماع دلاسه د خلکو د وژل کېدو، په زور د خلکو د مذهب بدلولو او د اقلیتونو د عبادت ځایونو او د مقبرو د بې حرمتۍ پېښې کېدلې.

دغه رپورټ ته پاکستان کوم غبرګون نه ؤ ښودلی خو پاکستاني چارواکي وخت په وخت دعوې کوي چې لږکیو ته هیواد کې ټول حقونه اؤ د سر و مال تحفظ ترلاسه دی.

یو اېس سي آی آر اېف په خپل رپورټ کې وايي په کال 2022م کې په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه د حملو، دړکو او د اقلیتي ټولنې ښځي د جنسي تشدد او په زور مذهب د بدلولو د دړکو سره مخامخ وې.

رپورټ د شېعه مسلمانانو، احمدیه، عيسايي، هندو او سېک ټولنو غړي د پاکستان د مذهب د سپکاوي قانون لاندې د قانوني ګامونو لارې هم د ویرې سره مخامخ وو.

رپورټ وايي په پاکستان کې په اکثریتي ټولنه کې د مذهبي سخت درېځۍ رجحان مخ په زیاتېدو وو چې له امله يې اقلیتونو سره تعصب او امتیازي سلوک کېدلو.