علي وزیر له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بیا د "سایبر جرم" په مقدمه کې نیول شوی دی

د پښتون ژغورنې غورڅنګ مخکښ مشر اؤ پاکستان دقامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر دعدالت لخوا په ضمانت له زندانه د خوشې کیدو وروسته یو ځل بیا دپنجاب پولیسو په یوه بله مقدمه کې نیولی دی.

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت د ګل، دوشنبې په ورځ د باره کهو تاڼې په مقدمه کي دعلي وزیر ضمانت منظور کړی اؤ د هغه د خوشې کولو امر یې کړی ؤ.

دپښتون ژغورنې غورځنګ وایي پرون د ګل په ورځ چې کله علي وزیر له اډیاله زندانه خوشې شو نو د زندان له دروازې بېرته نیول شوی دی.

د علي وزیر وکیل سمیع الله د نهې- سه شنبې په ورځ د وي او اې ډیوه خبریال الیاس خان ته ویلي، چې مؤکل یې نن د ایف ای اې له خوا د سایبر جرم په مقدمه کې عدالت ته وړاندې کړی شوی او پولیسو ته په درې ورځني ریمانډ سپارل شوی دی.

رسنۍ وایي په دې مقدمه کې پر علي وزیر په سوشل مېډیا باندې خلک بغاوت ته د پارولو تور لګېدلی او د اسلام اباد شبیر بټي عدالت امر کړی چې هغه دې د ستمبر په 15 بیا ورته وړاندې کړل شي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټویټر) لیکلي چې کله هم عدالت ضمانت ورکړي نو پولیس علي وزیر اؤ نور ملګري په یو بل اېف آی ار کې ونیسي.

هغه ویلي" کله چې علي وزیر له زندانه ایله کړل شو نو پرضد یې کوم بل اېف آی ار نه ؤ نو ځکه په ساده جامو کې پوځي اؤ استخباراتي چارواکو علي وزیر اؤ ولس یار د زندان له دروازې تښتولي دي"

منظور پښتین نیوکه کړې ده چې دپاکستان پوځ په قانون ،ایین اؤ عدالت پسې خندا کوي.

خو دخېبر پښتونخوا اسمبلۍ پخواني غړي میرکلام وزیر بیا په ایکس رسنۍ لیکلي چې علي وزیر د اېف آی ای په یوه بله مقدمه کې نیول شوی دی.

دهغه په وینا "علي وزیر په درېوؤ ایف آی آرونو کې د ضمانت ترلاسه کولو وروسته د پنجاب پولیسو یو ځل بیا نیولی دی. د علي وزير يو ځل بيا د FIA په FIR کښې نيول د افسوس وړ ده۔ څوک به د اساسي قانون د سرغړونې د دې ناروا عمل مخه نیسي ؟ دلته اساسي قانون نشته ښکاره بدمعاشی ده"

خبریال اسد علي طوروایي په پاکستان کې دا مهال یوازې علي وزیر د ضمیر قیدي دي اؤ په دومره استقامت سره پخپله نظریه د ولاړ علي وزیر سره د پاکستان د ریاست سلوک یوازې دشرمناک اؤ دغندلو وړ نه دی بلکې دا د لساني کرښو په راښکلو د ملک وجود هم په خطره کې اچوي.

على وزير، د بشرى حقونو فعاله او وکيله ايمان مزارى او د پى ټى اېم يو شمير نور فعالان د اګست په 20 مه په اسلام اباد کي د پشتون ژغورنې غورځنګ له يوې غونډې دوه ورځې وروسته د ترهګرۍ ضد محکمې د بغاوت، ترهګرۍ او د ترنول پوليس لخوا د اړي ګړي او کار سرکار کي د لاس وهنې او بغير د اجازې جلسه کولو په مقدمو کي نيولي وو.

د بشري حفونو فعالې ايمان مزارى ته د سپټمبر په 2 مه د ترهګرۍ په يوه مقدمه کي د نيول کېدو وروسته ضمانت ورکړی شو.

په ټولنيزو رسنيو خپريدونکي ويډيو ښيي چې د پي ټي اېم جلسې ته تقریر کوونکى د خلکو په زور د لادرکه کيدو د پيښو په لړ کې په پوځ او استخباراتى ادارو نيوکې کوي. د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکي د خلکو په بې درکه کېدو د امنیتي ادارو د ککړتیا خبره ردوي.

د اګست په 28 مه عدالت د بغاوت په قضيه کى على وزير ته ضمانت ورکړې و خو د اسلام اباد پوليسد ترهګرۍ په يوه بله مقدمه کي دوباره نيولی و او په دي کى د ضمانت وروسته د باره کهو پوليس لخوا په يو بله مقدمه کي د تير خالى په ورځ بيا هم د بنديخانې څخه ګرفتاره کړې شوی و.

څيړونکي او د مدني ټولنې فعالان وايي د پي ټي اېم غوښتنې د پاکستان دايين او قانون په دا ایره کي دى خو رياست د جبر لار خپله کړې ده او د تنظیم فعالان په بيلا بيلو طريقو ځوروي.