پکتیکا: بمي چاودنه کې د ټي ټي پي د وتلي کمانډر باچا خان مسید د وژل کېدو دعوې شوې دي

په پاکستان کې امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې د تحریک طالبان پاکستان ویلی کمانډر اؤ ددغه وسله والې ډلې د مشر مفتي نور ولي مسید نزدې ملګری باچا خان مسید د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د شورو - چهارشنبې په ورځ ګڼ شمیر پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو له خولې ویلي چې د ټي ټي پي په کمانډر باچا خان د ماین دا چاودنه درې ورځې وړاندې د پکتیکا په ازبرګي کلي کې شوې ده.

سرچینې وایي د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې وړومبی کمانډر باچا خان اؤ د هغه یو بل ملګری سخت ژوبل شوي وؤ خو وروسته د ټي ټي پي دغو دواړو جګ پوړو مشرانو د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.

تحریک طالبان پاکستان، افغان چارواکو یا د پاکستان امنیتي ادارو لا په رسمي توګه د باچاخان اؤ د هغه د بل ملګري د وژل کیدو پخلی نه دی کړی اؤ نه هم کومې ډلې یا اړخ د ماین د دې چاودنې ذمه واري قبوله کړې ده.

کمانډر باچا خان د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي مسید نزدې ملګری ګڼل کیدو اؤ سرچینو دعوه کړې ده چې هغه پاکستان کې په امنیتي ځواکونو ترسره شوؤ یو شمیر بریدونو اؤ د پیسو لپاره د خلکو په تښتونو کې ککړ ؤ .

سرچینې دا هم وایي چې د پاکستان امنیتي ادارو له ډیرې مودې راهسې دهغه تعقیب کولو اؤ هغه د بې کچه مطلوبو کسانو په فهرست کې شامل ؤ.

باچان خان د ټي ټي پي د پخواني مرستیال مشر خان سید چې په سجنا مشهور ؤ، هم نزدې ملګری ؤ .

د ټي ټي پي وتلی مشر سجنا په فرورۍ کال ۲۰۱۷م کې دامریکې په یو ډرون برید کې وژل شوی.

تر دې وړاندې هم وخت په وخت د افغانستان دننه د پاکستان مخالفو وسله والو مشرانو د وژلو دعوې مخې ته راغلي دي.

سږکال د مارچ په میاشت کې هم پاکستان سره په پوله پروت د افغانستان ختیځ ولایت خوست کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر یو مرکز کې د ځای پر ځای کړل شوؤ بارودي موادو چاودنه شوې وه چې په کې د ټي ټي پي د مهمو کمانډرانو په ګډون د شپږو ترهګرو د وژل کیدو او 15 نورو د ټپي کیدو دعوې مخې ته راغلې وې.

هغه مهال په دغو وژل شوؤ وسله والو کې د دریوؤ پېژندګلو د عبدالمنان، عالم خان مداخېل او کجير په نومونو شوې وه .

۱۵ نور د ټي ټي پي کوم کمانډران اؤ وسله وال چې په دې چاودنه کې ژوبل شوي وؤ د هغوي پېژندګلو د کمانډر فضل امين، کمانډر محمد الیاس طوفان، کمانډر نور پايو خان، فقيرالله، تاروزئ، سات کاى، علي سور خان، زبير، هجرت الله، کمال، شېر افضل، بخت الله اؤ ذبيح الله په نومونو شوې وه اؤ دوه نور پکې نامعلومه کسان هم شامل وؤ.

د پښتونخوا د سوات سیمې سره تړاؤ لرونکی د ټي ټي پي پخوانی امیر مولوي فضل الله هم په کال ۲۰۱۸م کې د افغانستان په کونړ ولایت کې په یو ډرون برید کې وژل شوی ؤ.

پاکستان په کال ۲۰۱۴م کې د ترهګرو ډلو په ضد د ضرب عضب په نوم د پراخه کچې پوځي عملیات پیل کړي اؤ داسې دعوې مخې ته راغلې وې چې د دغو عملیاتو په مهال د پاکستاني طالبانو د تحریک زیاتره مشران اؤ غړي افغانستان ته اوښتي وؤ.

پاکستاني چارواکي دعوې کوي چې اوس هم د ټي ټي پي مشران اؤ وسله وال په افغانستان کې خوندي ځالې لري خو په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت دا دعوې ردوي او وایي په افغانستان کې هیڅ وسله والې ډلې وجود نه لري.