د پاکستان پوځ ويلي، د بلوچستان صوبې سر ښار کوټې د ولي تنګي سره نزدې په امنیتي پوسته ترهګر بريد کې يو پوځي افسر وژل شوی، یو عسکر ژوبل شوی دی او په نښته کې درې ترهګر هم وژل شوي دي.
پوځ ويلي، د زيارت- پنجشنبې په ماښام ترهګرو د کوټې ولي تنګي سره نزدې په امنیتي پوسته برید کړی وو.
د پوځ ترمخه، د ترهګرو د بريد په مهال نښته شوې، درې ترهګر وژل شوي او يو صوبېدار قېصر رحيم وژل شوی او يو عسکر سخت ژوبل شوی دی. پوځ د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو او په اړه یې نور تفصيل نه دی ويلی.
خو پوځ ويلي، امنيتي ځواکونه به د ملک د امن او خوشالۍ د دښمنانو هڅې ناکامه کړي.
په پوځي پوسته د بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې، خو په بلوچستان صوبه کې په امنیتي ځواکونو د زياترو بریدونو زمه وارۍ بلوڅ بېلتون خوښې ډلې او تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخلي.
پرون د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام ف ګوند د يو مشر په ګاډي چاودنه شوې هغه او ورسره 11 کسان په چاودنه کې ژوبل شوي وو.
د يادې چاودنې زمه واري داعش منلې ده.
له دې وړاندې هم داعش د ياد ګوند په غړو د وژونکو بریدونو زمه وارۍ منلي دي.
د پاکستان بلوچستان صوبه د اوږدې مودې څخه د ناامنۍ سره مخ ده.
د پاکستان نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ بلوچستان ته د خپل لمړي سرکاري سفر پر مهال په کوټه کې د لوړ پوړو چارواکو سره ناسته کړې وه او ویلي یې وو په بلوچستان کې د نا امنۍ حالات قابو کول به د دوی لمړی هدف وي.
پاکستان کې د یوې غېر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټديز د رپوټ ترمخه سږ کال د اګست په میاشت کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 99 پیښې رپوټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کې تر تولو زیاتې پېښې دي.
په رپوټ کې ويل شوي، د اګست په میاشت کې شوو د ترهګرۍ پېښو کې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوې دي او د جولايۍ میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهګري 93 فیصدي زیاته شوې وه.
د رپوټ ترمخه بلوچستان او د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیز منې شوې او بلوچستان صوبه کې له دغې نه د وړاندينۍ میاشتې په مقابله کې ترهګري 65 فیصدي او دپښتونخوا قبایلي ضلعو کې 106 فیصدي سیوا شوې وه.