سپریم کورټ د نېب ترامیم ناچله کړل، د نوازشریف اؤ زرداري په ګډون د ګڼو سیاستوالو د غبن کېسونه بحال

د پاکستان سپریم کورټ د احتساب په قانون کې شوو وروستيو 10 کې نهه ترمیمونه ناچله ګرځولي دي چې ددې سره سم د پخواني وزیراعظم نوازشریف، پخواني صدر اصف علي زرداري اؤ یو شمېر نورو مهمو سیاسي مشرانو پرضد د غبن قضیې بیا بحال شوې دي.

سپریم کورټ امر کړی دی چې له دې ترمیمونو وړاندې کومې قضیې په نېب کې روانې وې هغه باید په یوه اوونۍ کې بیا بحال کړل شي. ددې ترڅنګ سپریم کورټ د غبن قضیو کې د روانو پلټنو د بیا بحالولو امر هم کړی دی.

دسپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ درې کسیزه بینچ د جمعې په ورځ د پخواني وزیراعظم عمران په خواست د نېب په قانون کې د بدلونونو په اړوند خوندي کړې پرېکړه اورولې ده .

په یاد بینچ کې شامل د سپریم کورټ یو جج منصور علي شاه دې پرېکړې سره خپل اختلافي یاداښت هم لیکلی دی.

د سپریم کورټ په لنډه فیصله کې ویل شوي چې د نیب په قوانینو کې د شوؤ بدلونو له امله عامه ګټو ته زیان رسیدلی دی .

سپریم کورټ پخپله پرېکړه کې هغه بدلون ختم کړی چې ګنې د 50 کروړو روپو د حد نه کمې قضیې به نیب ته نه ځي اؤ ددغسې ټولو مقدمو د بحالولو امر یې هم کړی دی.

فیصله کې د امدن نه د زیاتو پنګو په اړوند شوي ترمیمونه د سرکاري افسرانو ترحده پر ځای ساتل شوي دي خو د عدالت تر شا د جوړ جاړي یا پلې بارګېن په حواله شوي ترمیمونه ناچله ګرځول شوي دي.

عدالت دغبن په مقدمو کې د"بار ثبوت" وړاندې کولو ذمه د ملزم پر ځای په نیب د اچولو شق هم ناچله ګرڅولی دی.

د ترامیمو ختمولو اغېزې په چا کیږي؟

د احتساب په قوانینو کې ددې ترمیمونو د ناچله ګرځول کېدو سره د پخوانيو وزیراعظمانو نوازشریف، شهباز شریف اؤ یوسف رضا ګیلاني د توشه خانې قضیې بیا بحال شوې دي.

ددې ترڅنګ د پخواني صدر اصف علي زرداري، د پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي اؤ د خزانې د پخواني وزیر شوکت ترین پرضد هم دغبن مقدمې یو وار بیا بحال شوې دي.

د وي او ای اردو د رپورټ له مخې د نیب د ترمیمونو ناچله ګرځول کېدو نه وروسته به د ملک د موجوده موقتي وزیراعظم انوارالحق کاکړ، د پخواني وزیراعظم راجا پرویز اشرف اؤ او مني ګروپ د عبدالغني مجید اؤ انور مجید پرضد قضیې هم بېرته بحال شي.

داحتساب قانون کې څه بدلونه شوي وؤ؟

د نېب قوانینو کې د شوؤ ترامیمو له مخې له نیول کېدو وروسته هر تورن تن به په یو شواروز کې عدالت ته وړاندې کول ضروري وؤ.

د نېب په قوانینو کې د شوؤ بدلونونو له مخې د غبن یو شمیر قضیې نورو عدالتونو ته هم لېږل شوې وې خو د سپریم کورټ د فیصلې نه وروسته به اوس دا ټول عمل ودریږي.

د نېب د ترمیمونو له مخې دهیڅ یو تورن تن پرضد د کیس دایرولو سره سم به هغه نه شو نیول کیدای بلکې نیب ته به دهغه د نیولو نه وړاندې ثبوت په لاس کې لرل ضروري وؤ.

همدا شان د ملزم د اپیل دحق لپاره موده کې هم اضافه شوې وه ، وړومبی به یو تورن تن په 10 ورځو کې اپیل دایرولی شو خو ددغو ترمیمونو له مخې یې بیا په 30 ورځو کې د اپیل دایرولو حق درلودو.

د نېب د ترمیمونو قضیه څه وه؟

په جون کال 2022 م کې د مسلم لیګ (ن) ګوند په مشرۍ جوړ پخواني ایتلافي حکومت د احتساب په قوانینو کې 27 مهم ترمیمونه وړاندې کړي وؤ خو د هیواد صدر ډاکټر عارف علوي ددې ترمیمي قانوني مسودې منظوري نه وه ورکړې.

د پارلیمان په ګډه غونډه کې ددې ترمیمي مسودې د منظورۍ نه وروسته دې بدلونونو د قانون بڼه موندلې وه اؤ حکومت یې اعلامیه هم خپره کړې وه.

د نېب په (دویمه ترمیمي) قانوني مسوده 2021م کې ویل شوي چې د نېب د مرستیال مشر به وفاقي حکومت ټاکي اؤ کله چې د نېب چیرمین خپله د ملازمت موده سرته ورسوي مرستیال مشر به یې د بیورو موقتي چیرمین جوړیږي.

په ترمیمي قانوني مسوده کې د نېب د مشر اؤ د بیورو د پراسیکیوټر جنرل د څلورو کالو د ملازمت موده دریوؤ کالو ته راکمه کړل شوې ده.

د قانون له منظورېدو وروسته نېب د وفاقي، صوبایي سیمه ییز کچ د ټیکس په چارو کې دهیڅ رقم کارروایۍ صلاحیت نه لري اؤ ددې ترڅنګ ملکي ریګولیټري ادارې هم د نېب د فعالیت د دایرې نه بهر ساتل شوې دي.

په ترمیمي قانوني مسوده کې د احتساب عدالتونو د ججانو د ملازمت موده درې کاله ټاکل شوې ده اؤ دا عدالتونه به په یو کال کې د هرې قضیې د فیصلې کولو پابند وي.

پروسږکال په 26م جون پخوانی وزیراعظم عمران خان د نېب په قوانینو کې د شوؤ دې بدلونونو پرضد سپریم کورټ ته تللی ؤ اؤ دریځ یې خپل کړی ؤ چې دا ترمیمونه د عامه ګټو پرضد دي.