انوار الحق کاکړ: غیرقانوني کډوال نه پرېږدو، بېرته به یې شړو

د پاکستان نګران وزیراعظم ښاغلي انوار الحق کاکړ ویلي په هیواد کې په غیر قانوني توګه مېشت کډوال به دلته اوسېدو ته نه پرېښودل کیږي اؤ بېرته به خپلو هېوادونو ته شړل کېږي.

د جمعې په ورځ په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته نګران وزیراعظم ویلي اړونده چارواکو سره یې پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړوند تفیصلي خبرې کړې دي اؤ وایي په غیر قانوني توګه هیڅوک پاکستان کې د اوسیدو حق نه لري.

په پاکستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو اؤ په تورخم کرښه دطالبانو د سرحد ساتونکو ځواکونو سره د پاکستان د امنیتي قواؤ له نښتو وروسته په مطبوعاتو کې داسې رپورټونه مخې ته راغلي دي چې د پاکستان حکومت هیواد کې د مېشت افغان کډوالو پرضد په پراخه کچه عملیات پیل کړي دي.

کله چې د جمعې په ورځ خبریالانو نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ نه په دغه اړوند پوښتنه وکړه نو هغه وویل پاکستان کې دا مهال درې رقمه افغانان میشت دي، یو هغه دي چې په قانوني توګه رجسټرډ دي، هغوي دلته د بین المللي قوانینو په اساس ژوند کوي خو وايي بل هغه دي چې غیر قانوني د پاکستان په خاوره اوسیږي اؤ هغوي ته اجازه نه شته چې د پاکستان په خاوره ژوند وکړي.

ښاغلي کاکړ وویل ځېنو افغانانو له غیر قانوني لارو د پاکستان شناختي کارډونه جوړ کړي دي.

د نګران وزیراعظم وینا وه حکومت به یې غیرقانوني کډوال بېرته خپلو هیوادونو ته دیکه کوي ځکه چې هغوي په پاکستان کې د اوسېدو هیڅ حق نه لري.

د کډوالو د نړیوالې ادارې يو اېن اېچ سي ار تر مخه، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي آر سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.

د پاکستان د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر د [آج ټي وي] سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان نه د اووه نيم لکه پورې کسان پاکستان ته راغلي" او حکومت تر اوسه پورې دوی ته د کډوالو درجه نه ده ورکړې.

دوه کاله وړاندې طالبان په افغانستان واکمن شوي او له هغې وروسته په لويه شمېره کې افغانان د هيواد څخه وتلي وو، چې له امریکې او یورپي ملکونو سره سره په لکونو پاکستان او ایران ته هم تللي دي.

د پاکستان د بېلابېلو رسنیو د رپورټونو له مخې د افغان ټرانزټ ټریډ په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې نګران وزیراعظم ویلي، دا دومره ساده معامله نه ده چې سوداګري پېل شوه اؤ د ډالرو قاچاق به ودریږي.

د ډالرو د قاچاق د مخنیوي په اړوند وزیراعظم ویلي "مونږ ددې تفصیلي مشاهده کړې ده اؤ دې کې د صعنتونو وزارت د کسټم یا ګمرک چاروکو سره په ګډه ذمه واري اخستې ده اؤ هغوي په دې اړوند یوه تګلاره هم تیاروي، راتلونکي کې چې په افغان پوله هر رقم تګ راتګ کیږي هغه به د ویزو له مخې وي".

ښاغلي کاکړ زیاته کړې ده حکومت به یې د توکو غیرقانوني قاچاق یا سمګلینګ صفر ته راولي او ویلي یې دي چې د غیر قانوني کرنسۍ پرضد پیل کړل شوي عملیات ګټور دي اؤ دا به مستقل وي.

نوموړي ویلي د قاچاق ګټه ترهګرو ته رسیږي اؤ داسې اطلاعات هم شته چې په غیر قانوني قاچاق کې ترهګر لاس لري .

د هغه وینا وه چې د ترهګرۍ مخینوی یې د حکومت اولین ارزښت دی اؤ په دې لړ کې به هیڅ رقم نرمښت نه کیږي.