شمالي وزیرستان: د نامعلومو وسله والو په ډزو کې پوليس اهلکار وژل شوی

د افغانستان سره په پوله پرتې نا ارامې قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې يو پوليس اهلکار وژل شوی دی.

د شمالي وزیرستان پوليس مشر [ډي پي او] روښانزېب وي او اې ډیوه ته تاييد کړه، پوليس اهلکار فرمان الله نن سهار نامعلومو وسله والو د ډيوټۍ په مهال په هدف کړی دی.

هغه وویل د پېښې وروسته علاقه په ګېره کې اخستل شوي د لټون عمليات پېل کړی شوي او زر به په پېښه کې ککړ کسان معلوم کړي او د قانون منګولو ته راولي. هغه وویل په علاقه کې د امنيت دپاره به د يوې قربانۍ څخه نه په شا کيږي.

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو جرګه وايي، د تیرو دوه نيمو مياشتو نه په سيمه کې د امن غوښتنې دپاره احتجاج کوي خو په سيمه کې ناامني دوام لري.

د اتمانزو جرګې مخکښ مشر ډاکټر ګل علم وزیر وايي، د کال 2014م د ضرب عضب پوځي عملياتو نه تراوسه پورې په شمالي وزيرستان کې نزدې 600 کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي دي. د جرګې په وينا سږ کال تراوسه پورې يواځې په شمالي وزيرستان کې 40 کسان وژل شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د دوه نيمو مياشتو راهسې د امن غوښتنه کوي، چې په کې د سر، عزت، دولت وسايل او حقونه محفوظ وي.

هغه وويل د دوی دویمه غوښتنه په سیمه کې موجودو معدنياتو باندې د ځايي خلکو حقونه غوښتل، درېمه غوښتنه یې په شمالي وزیرستان کې د موندل شوي ګېس د سيمې دپاره د حق غواړي او څلورمه غوښتنه یې د ضرب عضب له امله د بې کوره شوو کډوالو بيرته ستنېدو ده.

هغه وويل د کوم سيمو نه خلک کډوال شوي دغه سيمې دې پاکې وګرځول شوي د خلکو کورونه دې اباد کړی شي او خلک دې بيرته خپلو علاقو ته ستانه کړی شي.

د شمالي وزيرستان د انتظاميې [ډي سي دفتر] چارواکو وويل، د اتمانزو سره د مزاکراتو څلور پړاوونه شوي، د دوی غوښتنې اورېدل شوي او د دوی نه وخت غوښتل شوی چې دغه غوښتنې یې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره شريکې کړي.

خو تراوسه اتمانزو جرګې او انتظامیې خبرې نه دي کاميابې شوي.

ډاکټر ګل علم تور لګوي، د دوی غوښتنې په سنجيدګۍ سره نه دي اورېدل شوی او دوی ته يواځې اسټنټ کمشنر او تحصيلدار د خبرو دپاره لېږل کيږي او غوښتنې یې نه دي منل شوي. هغه زياته کړه د غوښتنو منلو پورې به احتجاج جاري ساتي.