د آی اې اېم تنظیم: افغانستان کې د طالبانو د ولقې نه د خپلو ۱۸ کارکوونکو د آزادېدو کوشش کوو

په افغانستان کې یو غېردولتي تنظیم وایي، د ملګرو ملتونو سره په دې کار کوي چې د طالبانو له قیده خپل اتلس (۱۸) کارکوونکي آزاد کړي. په دې اتلسو کې، یو تن یې خارجي شهري دی.

انټرنېشنل اسېسټنس مېشن (آی اې اېم) د خالي/شنبې په ورځ وویل چې په دې روانه میاشت کې طالبانو په دوو پېښو کې د دوی اتلس کارکوونکي په غور ولایت کې د آی اې اېم له دفتره ګرفتاره کړي او پایتخت کابل ته یې منتقل کړي دي.

ځایي رسنیو رپوټ ورکړی چې په ګرفتاره کړی شوو کسانو کې، یو تن یې د امریکا شهریت لري او دا کسان د عیسایت په اړه د تبلیغ په الزام نیولی شوي دي.

یاد تنظیم ویلي چې تر اوسه لا د لګول شوو الزامونو په اړه څه معلومات ورسره نشته. د تنظیم په بیان کې راغلي: "آی اې اېم د اقتصاد وزارت ته، چېرته چې مونږ په قانوني توګه د یو نړېوال تنظیم په حیث رېجسټر یو، د دغو نهایت تشویش ناک پېښو په اړه خط لیکلی دی. مونږ د ملګرو ملتونو او (ACBAR) سره چې افغانستان کې د اېن جي او ګانو د هماهنګۍ اداره ده، په دې کار کوو چې په حالاتو ځان پوهه کړو او د خپلو ۱۸ همکارانو د چټک خلاصون دپاره لار هواره کړو."

آی اې اېم تنظیم وایي چې د افغانستان ثقافت، اقدارو او روایاتو ته پوره احترام لري او په دې اصولو اودرېدلي چې د هېڅ کوم "ځانګړي سیاسي یا مذهبي" نقطه نظر اشاعت ونکړي. هغو زیاته کړې چې کارکوونکي یې د افغانستان د قوانینو پیروۍ ته ژمن دي.

سمدستي د طالب چارواکو له اړخه څه بیان ندی ورکړی شوی.

آی اې اېم وایي دوه افغان کارکوونکي یې او یو بهرنی کارکوونکی یې د سپټمبر په درېیمه نیټه په غور ولایت کې د دوی له دفتره وړل شوي او ورپسې پېنځلس (۱۵) افغان کارکوونکي یې د سپټمبر په ۱۳مه له هماغه دفتر نه یووړل شول.

له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان قبضه لګولې ده، په تېرو دوو کلونو کې په غیردولتي تنظیمونو باندې څار زیات شوی دی. په انجیوګانو باندې سخت محدودیتونه لګول شوي او د ښځو کار کول په کې هم منعه کړی شوي دي.

د امریکا د یو څارونکي په رپوټ کې سږ کال ویلی شوي چې په افغانستان کې کارکوونکي غیردولتي تنظیمونه د طالبانو له خوا ځورول کیږي.