لکي مروت: په پولیسو د وسله والو ډزو کې درې عسکر ژوبل شوي دي

امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې تندلارو په پولیسو ډزې کړي چې پکې د یو پولیس افسر په ګډون درې عسکر ژوبل شوي دي.

ازادې سرچینې د پولیس دا دعوه ردوي اؤ وایي په سیمه کې پولیسو د تندلارو سره نه بلکې ځایي خلکو سره نښته کړې چې پکې درې پولیس عسکر ژوبل شوي دي.

د اتوار ـ یک شنبې په ورځ د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي پولیس د لکي مروت په بچکن احمدزئ سیمه کې د تندلارو د موجودیت په اطلاع د عملیاتو لپاره روان وؤ چې لاره کې پرې تندروه وسله والو ناتاره ډزې وکړې اؤ د یو پولیس اسسټننټ سب انسپکټر اصف اقبال په ګډون پکې درې عسکر ژوبل شول.

سرچینو په ژوبلو کې د نورو دوؤ عسکرو پېژندګلو د سپاهني حبیب الرحمان اؤ سپاهي جاوید خان په نومونو سره ښودلې ده.

سرچینې وایي ژوبل پولیس د علاج لپاره دلکي مروت ضلعي روغتون ته رسول شوي اؤ پولیسو پېښه کې د کړو کسانو دنیولو لپاره په سیمه کې د لټونې عملیات پېل کړي دي.

خو د سیمې نه ازادو سرچینو بیا د پولیسو دا دعوه ناسمه بللې ده چې ګنې جګړه د تندلارو اؤ پولیسو تر منځ‌ شوې ده.

د لکي مروت د نچکن احمدزي سیمې نه یوې ځایي سرچینې وي او ای ډیوه ته د نوم نه ښکاره کولو په شرط ویلي چې پولیسو یوې جرګې ته روان ځایي مشران په سیمه کې ودرولي وؤ غوښتل یې دهغوي نه وسلې واخلي چې په دې د دواړو خواؤ ترمنځ خبره جګړې ته رسېدلې اؤ‌ ډزې شوې دي.

دغه سرچینه وایي‌ په ډزو کې د‌‌ پولیسو درې عسکر ژوبل شوي دي.

لکي مروت سیمه د تېرې څه مودې راهسې د سختې بدامنۍ اؤ ناقرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته اکثره په امنیتي ځواکونو د وسله والو د بریدونو رپوټونه په مطبوعاتو کې مخې ته راځي چې ددغو بریدونه ذمه واري زیاتره وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي.

په دې وروستیو کې دپاکستان بیلا بیلو سیمو اؤ په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې ور اړولو دعوې کوي.

دڅېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.

پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي.

د پاکستان پوځ څو واري د ترهګرو تنظیمونو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي دي اؤ څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غیر دولتي ادارو رپورټونه وايي په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کښې ترهګري یو ځل بیا سیوا شوې ده.

پاکستان هیواد کې د ترهګرۍ د چټک شوي بهیر تور افغانستان کښې په موجودو ترهګرو تنظیمونو لګوي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه شته.