واشنګټن (اې پي) دوه کاله وړاندې د شپږم ټولګي نه پورته د جینکو په تعلیم د طالبانو د بندیز وروسته، افغانستان د نړۍ یواځینی ملک دی چې په کې د ښځو په تعلیم بندېز دی.
د افغان ښځو او ماشومانو حقونه د ملګرو ملتونو د سږ کال د جنرل اسمبلۍ په اېجنډا کې دي.
د جنرل اسمبلۍ غونډه د ګل یا دوشنبې له ورځې نه په نیویارک کې شروع کېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خیر ښېګڼې اداره وايي د یو مېلین نه زیاتې جینکۍ د طالبانو د بندیز نه اغېزمنې شوې دي.
د جینکو په تعلیم د طالبانو بندیز په نړیواله کچه غندل شوی او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې تر ټولو لوی خنډ دی.
د جینکو په تعلیم له بندیز پرته طالبانو جينکۍ له لوړو زده کړو، د پارکونو په شان له عامه ځایونو او د زیاترو روزګارونو نه هم بهر کړي دي.
شل کلنه سحر په کاپيسا کې د انجنېرنګ په وروستي سمېسټر کې وه چې تېر کال د ډسمبر په میاشت کې طالبانو د جینکو د یونېورسټۍ په تعلیم بندیز ولګوه.
قریباً یو کال مخکې جينکو دپاره د یونېورسټیو د بندېدو وروسته سحر وايي که د جینکو په تعلیم بندیز دوام ولري نو د ملک راتلونکې به په تیاره کې لاهو شي.
طالبانو د شپږم ټولګي نه پورته د جينکو په تعلیم ځکه بندیز ولګوه چې دوی ویل دا د دوی د شریعت د تشریح سره سمون نه خوري. د هلکانو په تعلیم څه بندېز و نه لګول شو.
په تېرو دوو کلونو کې داسې څه پرمختګ نه لیدل کېږي چې طالبان داسې حالات برابروي چې دوی وايي جینکۍ ټولګیو ته د ستنېدو دپاره ضروري دي.
د ښځو د حقونو فعاله او څېړونکې مینا ممتاز وايي د جینکو په لوړو زده کړو د بندېز له امله د جینکو په کم عمرۍ کې او یا د جینکو په زور ودونه زیات شوي دي.
د شریعت خپله تشریح د نافذ کولو دپاره طالبان د لسيزو راهسې جنګېدلي دي او په اسانه له خپل دریځ څخه نه په شا کېږي.
بنديزونو، د اثاثو منجمد کېدل، په رسميت نه پېژندل کېدل او په پراخه کچه غندل کېدو په طالبانو څه ډېر اثر نه دی کړی.
که افغانان د جینکو په تعلیم کې د زیان په اړه اندېښمن دي نو د معاش ګټلو، د خوراک، سر پناه، وچکالۍ او په سختو موسمونو کې ژوند کولو په شان نورې مسلې هم ور په غاړه دي.
په افغانستان کې دننه دا هیله هم موجوده ده چې که په رسمیت پېژندل نه وي خو که طالبان په یوې نه یوې بڼه کې ومنل شي نو د ملک اقتصاد به وده وکړي.
اتلس کلنه زهرا په لسم کې وه. د سکول د خپلو جامونه نه ګردون لري کوي او په دې امید ژوند کوي چې یوه ورځ به يې ښونځي یا سکلونه بېرته پرانېستل شي.
په لوړو زدکړو بندیز یوازې د جینکو د حقونو خبره نه ده. دا د ټولو افغانانو دپاره د حالاتو خرابېدل دي.