دپاکستان د سیند ایالت په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو دنيولو له لړۍ پيل کیدو ورسته زيات شمېر کډوال د بلوچستان صوبې د کډوالو کيمپونو ته رسیدلي دي.
د کډوالو د چارو مشرانو د پاکستان د حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي ار څخه غوښتنه کړې ده چې قانوني اسناد لرونکو کډوالو ته باید تحفظ ورکړي.
دا مهال د بلوچستان د سرانان کډوالو په کیمپ کي د استوګن رجسټرډ افغان کډوالو څخه زيات شمير د سیند ایالت په مختلفو ښارونو کې په خوارۍ مزدورۍ بوخت وؤ , خو اوس ډیری ځوانان بېرته په دغه کېمپ کې خپلو کورنوو ته ستانه شوي دي.
دوی وايي، په کراچۍ ښار کې دخوارۍ مزدورۍ پر مهال پوليسو دوي نيول او ځورول یې .
زیاتره کډوال وايي په کراچۍ کې پولیسو دشناخت پاڼو يا پي او ار کارډونو د لرلو باوجود نیولي وؤ او بيا يې ځانونونه د رشوت په ورکولو راخلاص کړي دي.
د عبدالمجيد په نوم افغان کډوال وي او ای ډيوه ته وایي"چې څوک به یې ونیول ۳۰-۳۵ زره کلدارې به يې ورځينې اخستې بيا به يې ايله کول، په کارډ وو که نه وو، بس دوي زموږ څخه پيسې غوښتې"
هغه وایي دوي دومره پېسې نه لري چې هره شېبه یې پولیسو ته ورکړي.
د نوموړي په وینا " زه د کراچۍ په ګوليمار کې اوسيدم، درې واري په موږ پسي پولیس راغلل، چپلې مې شليدلې وې، موږ به منډې ورځينې وهلې، بله لاره نه وه د نورو په کورونو کي به ترې پټېدلو"
دعبدالخالق په نوم یو بل کډوال وایي دوه درې ورځې کیږي چې هغه د کراچۍ نه بېرته دغه کیمپ ته ستون شوی دی ،هغه وایي په کراچۍ کې ورسره پولیسو ډیر بد چلند کولو، په تاڼو اؤ عدالتونو کې ورڅخه پېسې اخستل کېدې .
نوموړي وویل د شناخت کارډ یې هم لرلو خو دهغې باجود هم د پولیسو د بد چلند سره مخ شوی ؤ.
د دې کډوالو تورونه د کراچۍ پوليس ردوي، تيره اوونۍ د کراچۍ پوليسو يو افيسر وي او اې ډيوه ته ويلي وو، چې دوي يوازې غيرقانوني استوګن افغان کډوال نيسي، او قانوني اسناد لرونکي نه نيسي۔
د پاکستان نګران مرکزي حکومت ويلي چې یواځې د ناقانونه استوګن افغانانو نيولو او بېرته لېږدولو لړۍ دوام لري او قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال د نړيوالو لوظنامو د اصولو لاندې دلته خپل ژوند کوي او ازاد دي.
دسرانانو کډوالو کيمپ يو مشر محمد نوروز وايي چي غير قانوني استوګن کډوالو نيولو باندې د دوي اعتراض نشته خو رجسټرډ کډوال دې نه ځورول کیږي.
ډیوه سره خبرو کې دهغه وینا وه " زموږ هلکان بل روزګاﺭ نه لري، د روزګاﺭ لپاره نورو ښاﺭونو ته ځي خو هلته د کارډونو لرلو باوجود نيول کيزي، موږ د يو اين ايچ سي ار او پاکستان دحکومت څخه غوښتنه کوو چي ستا په قانون کي موږ رجسټرډ يو بيا نو ولې نيول کيږو ؟هغه غير قانوني پاتې کيدونکو کډوالو سره موږ هيڅ تعلق نه لرو هغه پوهه شه اؤ تاسو پوهه شه"
د کډوالو استازی وايي په پاکستان کې د پاتې کيدونکو اکثره کډوالو د مهاجر کارډونو موده پوره شوې ده، چې هم له دې وجې دغه افغان کډوال له نيولو سره مخامخ کيزي.
په بلوچستان کي د کډوالو استازي ظاهر پشتون وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي په بلوچستان صوبه کې دکډوالو لسو کيمپونو کې په لکونو افغانان پاتې کيږي چې پکې د اکثرو افغانانو دمهاجر کارډونو وخت پوﺭه شوی دی.
ظاهر پښتون وایي " ديواين ايچ سي ار او دپاکستان دحکومت څخه موږ غوښتنه کوو چې دسیند صوبې حکومت ته ووايي زموږ افغان کډوال چي روزګاﺭ کوي او خپلو بچیانو دپاره نفقه برابروي، دوي دې تنګ نه کړل شي"
هغه وایي اوس هم په جيلونو کي په زيات شمير کډوال بندیان دي .
هغه غوښتنه وکړه چې د کډوالو د مهاجر کارډونو وخت ورکولو دپاره دې هم ﺯمينه برابره کړل شي چې د افغان کډوالو د نيول کېدو لویې علت هم دا دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیسون (یو این ایچ سي آر) او حکومتي شمیرو تر مخه دا مهال پاکستان کې دیارلس لکه افغان کډوال میشته دي چې پکې هغه شپږ لکه کډوال هم شامل دي چې د طالبانو د واک ترلاسه کولو نه وروسته دلته راکډه شوي دي.
د یو این ایچ سي آر ویاند قیصر خان روانه اوونۍ د وایس آف امریکا ډیوه خبریال مدثر شاه ته ویلي دکډوالو نړېوالې ادارې د نورو کلونو په څیر سږکال هم یوه ایډوایزري جاري کړې وه اؤ په هغې کې یې د هغو هیوادونو نه خواست کړی و، چرته چې افغانان میشته دي، چې دوي دې افغانان بېرته نه لیږي ځکه چې افغانستان کې حالات غیر یقیني دي.
قیصرخان وایي پاکستان د تیرو څلویښتو کلونو نه د افغان کډوالو میلمستیا کوي. وایي "زمونږ خواهش دی چې پاکستان دې دغه میلمستیا جاري وساتي"
ښاغلی قیصر خان زیاتوي د کال ۲۰۰۲م نه تر دې مودې پورې د یو این ایچ سي آر د رضا کارانه واپسۍ پروګرام لاندې څلورڅلویښت لکه افغان کډوال بېرته خپل هیواد افغانستان ته ستانه شوي دي، چې پکې ۱۶۰۰ دې تیرو دوو کلونو کې ستانه شوي دي.