ایمل ولي خان: پښتونخوا تر60 فیصده زیاته ترهګرو ته سپارل شوې ده

د عوامي نیشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان وایي، د پښتونخوا صوبې 60 فیصده برخه دا مهال ترهګرو ته سپارل شوې ده اؤ د صدر عارف علوي په لاسلیک 102 خطرناک ترهګر له زندانونو خوشې کړل شوي دي.

پخپل یو ویډیو بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ د عوامي نیشنل پارټۍ لخوا په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، ایمل ولي خان دعوه کړې ده چې د عمران خان په تېر حکومت کې د افغانستان نه 40 زره طالبان راوستل شوي اؤ په پاکستان اؤ بیا په ځانګړې توګه پښتونخوا کې میشت کړل شوي دي.

پخواني وزیراعظم عمران خان پخپلو بیلابیلو مرکو کې پخپله هم د دې خبرې تصدیق کړی چې هغه د خپلې واکمنۍ په مهال افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د 40 نه نیولي تر د 45 زرو پورې د وسله والو هیواد ته په بېرته راستنولو خبرې کړې وې.

عمران خان وایي غوښتل یې چې دغه پاکستانیان(د ټي ټي پي‌ وسله وال) بیا پاکستان ته راستانه کړي اؤ دلته یې د میشته کولو لپاره دقبایلي مشرانو په مرسته یو لاره راوویستل شي خو هغه وایي چې بیا دده حکومت ختم شو اؤ نوي حکومت دهغوي راستنولو ته توجو ونه کړه همدغه علت دی چې اوس دافغانستان د خاورې نه وسله وال پاکستان کې بریدونه کوي.

ایمل ولي خان ویلي دا ځل چې بیا په دې خاوره ترهګرۍ سر راپورته کړی نو دا ترهګري څه خلکو په زوره دې سیمې ته راوړې ده.

هغه د پاکستان د پوځ په پخواني سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه، د آئ ایس آی په پخواني مشر جنرال فیض حمید، په پخواني وزیراعظم عمران خان اؤ دپښتونخوا په پخواني وزیر اعلا محمود خان تورونه لګولي چې ترهګر یې له افغانستان نه راوستي اؤ دلته یې میشته کړي دي.

نوموړي ویلي نن د وزیرستان نه تر باجوړ اؤ بیا په کوهاټ، صوابۍ اؤ هره پښتنه سیمه کې هدفي وژنې اؤ د ترهګرۍ پېښې کیږي اؤ پښتونخوا 60 فیصده یا هم تر دې زیاته ترهګرو ته سپارل شوې ده.

سږکال د مارچ په میاشت کې د پاکستان پوځي اؤ حکومتي مشرانو د ملي امنیت د کمیټې په غونډه کې منلې وه چې ترهګر یو وارې بیا په پاکستان کې منظم شوي اؤ خپل ترهګریز فعالیتونه یې پراخه کړي دي.

د یادې کمیټې په غونډه کې ویل شوي وؤ چې (د عمران خان ) په تېر حکومت کې ګڼ شمیر خطرناک ترهګر له زندانونو ایله کړل شوي وؤ اؤ هغوئ سره نرمه رویه خپله کړل شوې وه چې نتیجه یې اوس د ترهګرو دبیا منظم کیدو په شکل کې مخې ته راغلې ده.

د ایمل ولي خان په خبره "که مونږ اوده یو یا راته نه وي معلومه نو دا بېله خبره ده خو که تاسو وګورئ نو د وزیرستان نه تر باجوړه راشئ،کوهاټ ته راشئ،تاسو دا زمونږ چې څومره غرییزې سیمې دي دا وګورئ ،تر دې چې صوابۍ ته وګورئ،هره ورځ هلته هدفي‌ وژنې کیږي"

هغه پوښتنه کړې ده چې د افغانستان نه کوم40 زره طالبان راوستل شي هغه د کوم تړون په اساس دلته میشته کړل شوي دي،هغوي سره څه خبره یا څه ساز باز شوی دی ؟ ایا دغه تړون به چرته څوک د ولس مخې ته راوړي ؟

نوموړي دعوه وکړه چې د صدر عارف علوي په لاسلیک 102 ډير خطرناک ترهګر له زندانونو خوشې کړل شوي چې هغو کې د سوات د قصاب په نوم مشهور د ټي ټي پي یو مشر مسلم خان هم شامل دی.

ایمل ولي خان وایي هرکله چې دومره ستر ترهګر له زندانونو ایله کولی شي نو بیا خو زندانونه ته حاجت نه پاتې کیږي، زندانونه یوازې د لسو روپو د غلو لپاره نه وي. بیا باید دا زندانونه وتړل شي.

په دې وروستیو کې چې په پاکستان کې یو وارې بیا د ترهګرۍ لړۍ چټکه شوې، د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي په دې ترهګریزو بریدونو کې د ملامتۍ ګوته په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته نیسي اؤ وایي هغوي پاکستاني طالبانو ته پخپله خاوره کې خوندي ځالې ورکړې دي.

د پاکستان تر څنګ زیاتره وخت د نړۍ نور هیوادونه اؤ سازمانونه هم نیوکې کوي چې د طالبانو حکومت خپلې ژمنې نه دي پوره کړي اؤ افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدلیږي خو طالبان دا تورنه ردوي اؤ ورته د پروپیګنډې نوم ورکوي.

په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد روانه میاشت پخپلو بیلابیلو مرکو کې د پاکستان دا تورونه رد کړي چې ګنې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې نه د پاکستان پرضد فعالیتونه کوي اؤ ویلي یې دي چې د دوي حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي.

د پاکستان پوځ څو واري د ترهګرو تنظیمونو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي دي اؤ څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غیر دولتي ادارو رپورټونه وايي په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کښې ترهګري یو ځل بیا سیوا شوې ده.

سږکال د جولایي په میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېټې په خپل رپورټ کې ویلي وو، د کال 2021م په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته "ډاډ" ورکړی او د افغانستان نه په پاکستان کې حملې کوي.

ملګرو ملتونو په خپل رپورټ کې زياته کړې وه "د جون په مياشت کې طالبانو د پاکستان د حکومت د فشار له امله د ټي ټي پي ځینې عناصر په پوله له پرتو سيمو څخه لرې کړي وو"

په رپورټ کې خبرداری ورکړی شوی و چې ټي ټي پي سيمه ايیزه ګواښ جوړيږي که په افغانستان کې یې د عملیاتو دپاره خوندي مرکزونه ولرل.

په اګست کال 2021م کې چې طالبانو یو وارې بیا افغانستان کې په حکومت قبضه وکړه نو پاکستان کې یې تود هرکلی شوی ؤ اؤ په هغه وخت کې د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې "افغانانو د غلامۍ زنځیرونه مات کړل"

خو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال چې وروسته پاکستان کې وسلې والې ډلې بیا منظم شوې اؤ خپل وسله وال بریدونه یې چټک کړل نو پاکستاني چارواکو د طالبانو په حکومت نیوکې پیل کړې چې افغانستان کې د پاکستان مخالفو وسله والو ترهګرو ډلو ته خوندي ځالې ورکړې دي