عراق:د واده په هال کې د اور لګېدو له امله 100کسان مړه شوي او یونیم سل ژوبل دي

د عراق په نینوا صوبه کې د واده په یوه دستوره کې اور لګېدلی چې امله یې تر 100 زیات کسان مړه شوي اؤ 150 نور ژوبل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د رپورټ له مخې د نهې -سه شنبې په ماسخوتن د نینوا صوبې په همدانیه ضلع کې د ودونو په یو هال کې د واده دستوره روانه وه چې په دغه مهال یو ناڅاپه په هال کې اور ولګېدو اؤ د سترګو رپ کې یې په په حال کې موجود خلک په غرغنډو کې راګیر شول.

د اور لګیدو سره سم په خلکو کې سخته ویره ترهه خوره شوه اؤ الغاؤ تلغاؤ یې جوړ کړو. رپورټونه وایي دا اور دومره تېز ؤ چې په هال کې موجود هر شی یې سوځولی دی.

عیني شاهدانو ویلي چې اور د شپې په پاؤ کم یوولس بجې لګېدلی ؤ اؤ هغه مهال د واده دستوره کې په سوؤنو مېرمنې، ماشومان اؤ میلمانه موجود وؤ.

د نینوا صوبې مرستیال ګورنر حسان الحق په دې پېښه کې د 113 کسانو د وژل کیدو پخلی کړی دی خو د عراق سرکاري میډیا بیا د اور لګېدو دې پېښه کې د وژل شوؤ کسانو شمیره 100 اؤ د ژوبلو شمیره 150 ښودلې ده.

تر اور لګیدو وروسته دعراق د وفاق اؤ نیم خپلواکه کردستان د سیمه ییزې انتظامیې لخوا ایمبولینسونه اؤ روغتیایي مامورین سیمې ته لیږل شوي اؤ هغوي د مرستو فعالیتونه پیل کړي دي.

سرکاري میډيا ویلي چې په لمړي رپورټ کې دا خبره مخې ته راغلې ده چې په کومه ودانۍ کې دا واده روان ؤ هغه د اور خوروونکو تعمیراتي موادو څخه جوړه شوې وه ځکه پکې اور د سترګو په رپ کې خور شوی دی.

مرستندویه فعالینو د چهارشنبې- شورو په تر سهاره په سیمه کې د مرستې اؤ لټونې عملیات دوامداره ساتلي وؤ