په پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد محکمې د بې کچه مطلوبو ترهګرو نوی نوملړ خپور کړی اؤ د یو شمېر ترهګرو په سر یې درانه انعامونه هم ویستي دي.
د سي ټي ډي په خپور کړي دې نوي نوملړ کې د 30 ترهګرو نومونه اؤ عکسونه شامل دي . د ترهګرو په سر په مجموعي توګه تر دریوو کروړو روپو زیات انعام ویستل شوی دی.
د سي ټي ډي د نوملړ ترمخه د لکي مروت د حبیب الله نومې ترهګر د سر قیمت 50 لکه روپۍ ټاکل شوی دی اؤ د بنو د کمانډر مولوي نعمت الله د سر قیمت بیا 40 لکه روپۍ اېښودل شوی دی.
د ترهګرۍ ضد محکمې له لوري خپور کړل شوی دا نوملړ ښیي چې قانون پر ځای کوونکو ادارو ته په مطلوبو دې 30 ترهګرو کې د 13 تعلق د لکي مروت اؤ د 13 نورو تعلق د بنو سیمې سره دی .
ددې ترڅنګ په دې فهرست کې د ډيره اسماعیل خان سیمې د ترهګرو نومونه هم شامل دي چې د سرونو قیمتونه یې د درېوؤ لکو نه نیولې تر 50 لکو روپو پورې ټاکل شوې ده.
سي ټي ډي د ولس نه هم غوښتنه کړې ده چې د یادو ترهګرو په نیولو کې باید د قانون پر ځای کوونکو ادارو سره کومک وکړي.
تر دې دوه ورځې وړاندې دخېبر پښتونخوا حکومت پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې د روان کال په اوږدو کې په صوبه کې د ترهګرو د مالي مرستو کوونکو پرضد 198 مقدمې درج کړل شوې دي.
د حکومت د جاري شوو شمېرو له مخې د ترهګرو سره د مالي مرستو پرضد تر ټولې زیاتې مقدمې په سرښار پېښور کې درج شوې دي چې شمېره یې 71 ښودل شوې ده.
په دې حکومتي شمېرو کې ویل شوي چې سږ کال د جنورۍ د میاشتې نه راواخله د ستمبر تر نیمایي پورې دداسې 777 کسانو نومونه مخې ته راغلي دي چې ترهګرو سره یې مالي مرستې کړې دي اؤ وایي په دوي کې 15 نیول شوي هم دي.
په دغه رپورټ کې دعوه شوې ده چې د ترهګرو سره کوم 777 کسان په مالي مرستو کې ککړ دي په هغوي کې 15 تنه د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي هم دي.
رپورټ ښیي چې پېښور کې د عملیاتو په مهال شپږ اؤ قبایلي ضلعه خېبر کې اووه تنان وژل شوي دي.
همدا شان د ترهګرو سره د مالي مرستو په تور د پېښور نه 147، د خېبر نه د 32، مردان نه د 19، مومند قبایلي ضلعې نه 10، چارسدې اؤ نوښار نه 7، 7 باجوړ نه 5، بنو نه 5 کوهاټ نه 4، هنګو نه 3، ایبټ اباد، ډېره اسماعیل خان سوات اؤ ټانک نه یو یو تن نیول شوی دی.
په دې وروستیو کې دپاکستان بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.
دڅېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.
پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي.
د پاکستان پوځ څو واري د ترهګرو تنظیمونو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي دي اؤ څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غیر دولتي ادارو رپورټونه وايي په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کښې ترهګري یو ځل بیا سېوا شوې ده.
پاکستان هیواد کې د ترهګرۍ د چټک شوي بهیر تور افغانستان کې په موجودو ترهګرو تنظیمونو لګوي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه شته.