سوات کې ځایي چيرمېن او علماو جينکۍ د کرکټ سيالۍ نه منع کړي

د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات په چارباغ علاقه کې ځايي ناظم يا چيرمېن او علماو د جينکو کرکټ سيالي ودرولې او چيرمېن ويلي، "دوی د کرکټ سيالۍ خلاف دي او دلته به د جينکو مېچونه، سيالۍ نه کيږي".

د پاکستان ځايي رسنیو ویلي، د سوات د بابوزو او چارباغ تحصيلونو په کچه د جينکو کرکټ سیالي جوړه شوې خو ځايي مشران او علما ورغلي او سيالي يې ودرولې ده.

په ټولنيزو رسنیو فېس بک يوه ویډيو خپره شوې، ځايي علما او چېرمېن خبرې کوي او وايي، "دوی د جينکو کرکټ سيالي ودرولې ده".

په ويډيو کې ځينې کسان لیدل کيږي چې د کرکټ مېدان ته ځي او بيا وايي، "په ښکاره د جينکو لوبې کول د پښتو د کلچر خلاف دي دوی یې ملاتړ نه شي کولی".

يو بل تن وايي، "مونږ په هغه ګراونډ [د لوبو مېدان] کې موجود يو، زمونږ د جمعیت علما اسلام چیرمېن احسان الله کاکي او د جمعيت علمااسلام غټه قافله راغلې ده، او دا څيز [د جينکو سيالي] به نه کيږي".

چيرمېن احسان الله کاکي وايي، "د تېرې شپې راهسې زه د مېچ په مخنيوي کې لګيا ومه، مېچ به دلته بالکل نه کيږي مونږ د دې خلاف يو يواځې زه نه، ټول چارباغ د دې خلاف دی مونږ نه غواړو چې د چارباغ ماحول خراب شي".

هغه زياته کړې، اې سي او ډي اېس پي راغلي دي په موقع موجود دي او مېچ به دلته نه کیږي.

د ډان وېب پاڼې ترمخه،د سيالۍ راجوړونکي اياز نايک ويلي، دوی ته ځايي جينکۍ راغلې وې چې سیالي ورته راجوړه کړي، هغه او لور یې چې د تايکوانډ لوبغاړې ده په ګډه سيالي راجوړه کړې خو هغه وخت حېران شو چې ځايي خلک په ځانګړي ډول مذهبي عالمان راغله او دوی یې د سيالۍ نه منع کړه.

چاوراکو په دغه اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د سوات نوبېل جایزه ګټونکې او تعليم نړیوالې مبارزې ملاله يوسفزۍ پلار ضيا الدین يوسفزي په اېکس [پخواني ټویټر] د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ پام دغه لور ته اړولو په حواله ټويټ کړی او ويلي یې دي،

"په سوات کې بیا طالبانايزېشن د انتهايي اندېښنې او غندنې وړ دي".

په سوات کې په کال 2012م کې وسله والو طالبانو په ملاله يوسفزۍ هغه وخت ډزې کړې وې چې هغه د سکول نه په ګاډی کې د نورو ملګرو سره کورته روانه وه.

د هغې په سر ګولۍ لګېدلې ، ابتدايي علاج يې په پاکستان او بيا د نور علاج دپاره برتانيي ته په خصوصي الوتکه کې وړل شوې وه.

ملاله يوسفزۍ د امن نوبېل جايزه ګټلې او اوس د جينکو د تعلیم دپاره په نړيواله کچه مبارزه کوي.