د اسرايل او حماس په جګړه باندې د غور دپاره د ملګرو ملتونو امنيت شورا بېړنۍ غونډه را بلل شوې او فلسطيني چارواکو د غرب ليګ د غونډې بللو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو 15 کسيزه شورا چې د امریکا په ګډون پينځه مستقل غړي لري موجوده مشري يې د برازيل سره ده، د برازيل صدر په يو بیان کې په غزه کې د وسله والو لخوا په اسرایل د بريد غندنه کړې او په فریقېنو یې د زغم نه د کار اخستو ټينګار کړی دی.
نوموړي په منځني ختيځ کې د امن دپاره د اسرايل او فلسطين د دوه بيلو رياستونو د حل دریځ څرګند کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفير ګلادايردان د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګوټېرش او برازیل استازي ته خط استولی او د ملګرو ملتونو د لوړې کچې په فورم یې د حماس د غندنې ټينګار کړی دی.
نوموړي د غزه په پټۍ کې د حماس لخوا په اسرايل حملې ترهګر بريدونه بللي او ويلي یې دي اسرايل به د خپلې دفاع دپاره ټول اقدامات کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونيو ګوټېریش د اسرايل په علاقو د حماس حملې غندلې دي.
نوموړي د ابادۍ په علاقو فکرمندي ښکاره کړې او د زيات زغم نه په کار اخستو یې ټينګار کړی دی. هغه د يوې لویې جګړې څخه د بچ کېدو دپاره د سفارتي هڅو ویلي دي.
د فلسطين چارواکو د اتوار- یکشنبې په ورځ د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه د عرب ليګ د غونډې را بللو غوښتنه کړې ده.
د فلسطين خبري ادارې [وفا] ويلي د فلسطين چارواکو په دغه حواله عرب ليګ ته يادداشت جمع کړی دی. د رپوټونو ترمخه عراق هم د عرب ليګ د غونډې بللو تاييد کړی دی.
د رویټرز تر مخه، د فلسطين وسله والې ډلې حماس په اسرايل د غټو حملو وروسته د عرب ليګ مشر احمد ابوالغېط د اتوار- یکشنبې په ورځ د روس د بهرنيو چارو وزير سرګۍ لاوروف سره د غزه په حالاتو د خبرو دپاره ماسکو ته روان شوی دی.
د اسرايل وزیراعظم بنیامین نېتنياهو ويلي، ملک یې د جنګ په حالت کې دی او زياته کړې یې ده دغه جګړه به ګټي.
او د فلسطين صدر محمود عباس ویلي، فلسطينيان د قابضه پوځ او اسرايلي ابادکارو ضد د دفاع حق لري.
د اې اېف پي ترمخه د مصر صدر عبدالفتاح السيسي د حماس لخوا په اسرايل د حملو وروسته د تشدد د يوې نوې لړۍ پېل کېدو خبرداری ورکړی دی.
مصر په تاريخي توګه د اسرايل او فلسطينیانو ترمنځ د منځګړي کردار تر سره کوي.
امریکې په اسرايل د حماس بريدونه غندلي او د تل ابیب سره یې د يووالي څرګندونه کړې چې د دفاع حق لري.
د امریکې صدر جوبايډن ویلي د حماس بريدونه هیڅ جواز نه لري او په وژنو یې د افسوس څرګندونه کړې ده. نوموړي د اسرايل د وزيراعظم نېتنياهو، د اردن د باچا او امریکايي امنيتي چارواکو سره خبرې هم کړي دي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن هم په اسرايل د حماس بریدونه غندلي او دغو حملو ته یې د اسرايل پرضد ترهګري ویلې ده.
نوموړي د اسرايل، سعودي عرب، مصر، ترکي او اردن د بهرنيو چارو وزيرانو سره او قطر د وزیراعظم سره خبرې هم کړي دي.
[د خبر معلومات د رويټرز او اې اېف پي څخه اخستل شوي]