اسرایل د زیارت-پنجشنبې په ورځ په غزه نوي بریدونه پېل کړې دي اؤ ویلي یې دي د حماس د واک لاندې سیمو باندې به بمبارۍ کې تر هغه وخته هیڅ کمی نه راولي ترڅو چې د حماس وسله والو 150 یرغمل کړي اسرایلیان نه وي خوشې کړي.
د اسرایل د توانایۍ وزیر اسرایل کاټز په ټولنیزه رسنۍ ایکس( پخواني ټویټر) لیکلي "غزې لپاره بشري مرستې؟ هیڅ د برېښنا سویچ به نه پورته کیږي، د اوبو رسولو هیڅ لاره به نه خلاصیږي اؤ د خشاکو هیڅ یو ټرک به تر هغې نه ورننوځي تر څو چې یرغمل کړل شوي اسرایليان خوشې کړل شوي نه وي، اؤ دا چې هیڅوک دې مونږ ته د اخلاقو درس نه راکوي"
اسرایل په غزې د ځکمني برید تیارۍ چټک کړې دي خو ویلي یې دي چې په جارجیت یا تیري سره یې د وړاندې تګ هیڅ پرېکړه نه ده کړې.
د اسرایل پوځ د غزې د پولې ترڅنګ 300,000 ریزرو ځواکونه ځای پځای کړي .
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس بریدونو کې لږ تر لږه 1,200 کسان وژل شوي دي.
د یکشنبې- خالي په ورځ د حماس له بریدونو څو ساعته وروسته د اسرایلي پوځ لخوا په غزه هوایي بریدونو کې لږ تر لږه 1,350 کسان وژل شوي دي.
امریکې ویلي چې د حماس حمله کې 27 امریکایان هم وژل شوي اؤ نور تر اوسه لادرکه دي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې غزه کې شا وخوا 340,000 فلسطینیان د خپلو کورونو نه بې کوره شوي دي اؤ د دوي څخه په درېوؤ کې دوؤ برخو کسانو د ملګرو ملتونو په سکولونو کې پناه اخستې ده.
د بشري خواخوږۍ تنظیمونو د اسرایلي محاصرې له امله غزه کې د خوراک، اوبو ، خشاکو اؤ دوایانو په تېزۍ سره په رامنځته کېدونکي کموت اندېښنې ښکاره کړې دي.
د اسرایلي پوځ ستر درستیز هرزي حلوي د زیارت - پنجشنبې په ورځ منلې ده چې د حماس د حملې په مهال پوځ د غزه تر څنګ د اوسیدونکو وګړو په حفاظت کې پاتې راغلی دی.
هغه ویلي اسرایلو دفاعي ځواکونه د ملک اؤ د وګړو د حفاظت ذمه وار دي اؤ د شنبې په سهار د غزه پټۍ په خواو شا سیمو کې مونږ داسې ونه کړی شول "مونږ به له دې زده کړه کوو، پلټنې به کوؤ خو اوس د جګړې وخت دی"
د فلسطین د روغتیا محکمې د چارواکو وینا ده چې د اسرایل اؤ حماس له جګړې پېل کېدو نه راپدېخوا په غزې کې د اسرایل په هوایي بریدونو کې 14 روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي دي اؤ لس روغتیایي مامورین وژل شوي دي.
د امریکې د دفاع وزیر انټوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ ویلي وؤ د حماس له برید وروسته اسرایل ته د خپل دفاع حق ترلاسه دی ، هغه د بې ګناه وګړو د نقصان نه د خوندي ساتلو په لړ کې د احتیاطي تدابېرو هم ټینګار کړی ؤ.