پاکستان کې د پرله پسې ګرانولو وروسته پټرول 40 روپۍ او ډيزل 15 روپۍ ارزان کړی شوي

پاکستان کې د تېرو څو مياشتو راهسې پرله پسې د پټرولو او ډيزلو ګرانېدو وروسته حکومت پټرول او ډيزل ارزان کړي دي. يو ليټر پټرول 40 روپۍ او ډيزل 15 روپۍ ارزان کړی شوي دي.

د پاکستان د خزانې وزارت ویلي، په نړیوال مارکيټ کې د تېلو ارزانېدو او د امريکايي ډالر په مقابله کې د روپۍ د قدر ښه کېدو له امله تېل ارزان کړی شوي دي.

د نوو قيمتونو ترمخه، د 40 روپو ارزانېدو سره يو ليټر پټرول د 323.28 روپو نه 283.38 روپو ته راکم شوي دي.

او ډيزل يو ليټر 15 روپۍ ارزان کړی شوي چې ورسره یې د يو ليټر قيمت د 318.18 روپو نه 303.18 روپو ته راټيټ شوی دی.

پاکستان کې هر 15 ورځې وروسته د تېلو نوي قيمتونه ټاکل کيږي.

د اکتوبر په لومړۍ نېټه پټرول اته روپۍ او ډيزل 11 روپۍ ارزان کړی شوي وو.

خو پرله پسې دوه ځله د تېلو ارزانولو نه وړاندې د جولايۍ د میاشتې راهسې پټرول او ډيزل په يوه مخه ګران کړی شوي وو.

په 16م ستمبر پټرول 26روپۍ دوه پېسې او ډيزل 17روپۍ او 34پېسې ګران کړی شوي وو.

او له دغې وړاندې په لومړي ستمبر پاکستان کې يو ليټر پټرول 14روپۍ 91پېسې او ډيزل 18روپۍ 44پېسې ګران کړی شوي او په 16م اګست پټرول 17.50روپۍ او ډيزل 20 روپۍ ګران کړی شوي وو.

د نګران حکومت نه وړاندې تېر حکومت په لومړي اګست پټرول 19روپۍ او 95پېسې، ډیزل 19روپۍ او 90پېسې ګران کړي وو.

هغه وخت د تېلو ګرانولو سره يو ليټر پټرول د 253 روپو نه 272.95 روپو ته او ډيزل 253.50 روپو نه 273.40 روپو ته ختلي وو.