سروی: د ريپبلېکن او د ډېموکرېټېک پارټۍ زیاتره امریکان متفق دي چې په افغانستان کې جنګ بې ګټې و

د افغانستان جنګ په امريکا کې په سېپټمبر کال 2001 کې د القاعده د ترهګرو بريدونو وروسته پيل شوی و. طالبان هغه وخت هم په افغانستان کې واکمن وو او ترهګرو ته د پناه ورکولو الزام پې لګول شوی و.

که د دواړو امريکايي ګوندونو ترمنځ په ډېرو مسلو ژور اختلاف شته خو تازه سروی ښيي دواړه خواوې په يوه خبره تر ډېره متفق دي او هغه دا چې په افغانستان کې شل کليز جنګ بې ګټې کار و

د پيرسن انسټيټيوټ فار دې سټډي اينډ ريزلوشن اف ګلوبل کانفلېکټس او خبرې ادارې ای پي پرېس اين او ار سي سنټر فار پبلېک افيرز ريسرچ ګډه سروی د امريکايي ځواکونو د افغانستان نه د وتلو دوه کاله وروسته او په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس شوې ده.

د افغانستان جنګ په امريکا کې په سېپټمبر کال 2001 کې د القاعده د ترهګرو بريدونو وروسته پيل شوی و. طالبان هغه وخت هم په افغانستان کې واکمن وو او ترهګرو ته د پناه ورکولو الزام پې لګول شوی و.

دا جنګ د افغانانو او امريکايانو د افغانستان نه د اخري پروازونو په اخستلو ختم شوی و چې بې ترتيبه او په غير منظم ډول د کابل نه وتلي وو

د امريکايانو رای ښيي د افغانستان نه وتل بې نظمه او بغير د تيارۍ شوي وو او ډېر دا مني چې دا پرېکړه د ولسمشر جوبايډن د مقبوليت د کمېدو لامل شوه او د هغه وخت نه تر اوسه پورې بايډن بيا قبوليت موندلی نه دی.

په درېو کې دوه امريکايان وايي په افغانستان کې جنګ نه و پکار چې د رای ورکونکو څخه 65 فیصد د بايډن د ګوند ډيموکريټس دي او 63 فیصد پکې د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ګوند ريپبلېکنز دي

ډېر امريکايان باور نه لري چې د افغانستان جنګ کامياب و چې د تندلارو نه پېښه خطره يې ختمه کړې وي او د ښځو په ژوند کې يې څه ښه بدلون راوستلی وي.

ډېر امريکايان وايي امريکا په افغانستان کې مهم اهداف ترلاسه نه کړی شول او د سروی ترمخه يوازې 16 فیصد امريکايان په دې باور دي هېواد يې په افغانستان کې د حکومت په چلولو کې مرسته کړې ده