د پاکستان پخوانی وزیراعظم اؤ د مسلم لیګ(ن) ګوند مشر میا نواز شریف له څلور کلنې خود ساخته جلا وطنۍ ختمولو وروسته پاکستان ته رسېدلی اؤ جهاز یې د اسلام اباد په هوایي ډګر کوز شوی دی.
ټاکل شوې ده نواز شریف به د مختصر وخت لپاره په اسلام اباد هوایي ډګر کې ایسار وي اؤ دغلته به د خپلو وکیلانو اؤ قانوني ټیم سره لېدنه کوي اؤ د العزیزیه اؤ ایون فیلډ قضیو کې د خپلو سزاګانو پرضد د اپیلونو دبحالۍ په خواستونو به لاسلیکونه کوي.
نواز شریف به د اسلام اباد هوایي ډګر نه نزدې یو ساعت وروسته هم په هغه جهاز کې لاهور ته روانیږي په کوم کې چې څلور کاله وروسته نن د دوبۍ نه پاکستان ته رارسیدلی دی.
د لاهور په مینار پاکستان میدان کې به نواز شریف یوې ولسي جلسې ته وینا کوي اؤ د نواز شریف ورور اؤ پخواني وزیراعظم میا شهباز شریف دعوه کړې ده چې دا به د پاکستان د تاریخ تر ټولو ستره جلسه وي.
قانون پوهان وايي د اېون فيلډ په قضيه کې اسلام اباد هاي کورټ دوه نور شريک ملزمان مريم نواز شریف او کېپټن صفدر بري کړي دي او د دغه عدالتي فېصلې پخواني وزیر اعظم ته ګټه رسېدلی شي.
قانون پوهه اؤ د سپریم کورټ وکیل شېخ احسن الدین د ډیوه خبریال ارشد حسین ته ویلي که ددې مقدمې په اړه د اسلام اباد هايکورټ د پخواني چيف جسټس اطهر من الله فېصله په نظر کې وساتل شي نو ګڼي چې قضيه کې د سزا جواز نه جوړېږي.
وي او ای ډيوه سره خبرو کې شېخ احسن الدین اېډوکېټ وویل"دا سياسي کېسونه دي او د نړۍ په عدالتي تاريخ کې داسې نه دي شوې که چرته په چا مقدمه جوړه شي نو عدالت د هغې مقدمې د څارنې لپاره ځانله جج مقرر کړي او زما په اند که دې قضیې ته په مېرټ وکتل شي نو دا مقدمه ختمېدای شي"
پخواني وزیر اعظم نواز شریف په کال 2019 کې د علاج لپاره لندن ته له تګ وړاندې د العزيزيه سټيل ملز په مقدمو کې د احتساب عدالت لخوا هغه ته اورول شوې د 7 او 20 کلونو د بند سزا تېروله.
خو وروسته هغه دپاکستان د عدالت په اجازت د علاج په دلیل لندن ته لاړو اؤ تر څلورو کالو هلته ایسار پاتې شو.