د امریکې جیټ الوتکو شام کې د ایراني ملیشو په مرکزونو بمباري کړې ده

امریکې ویلي دي چې پوځ یې د جمعې په سهار د شام په ختیځه سیمه کې د ایران د" پاسداران انقلاب" په دوؤ مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.

د امریکې د دفاع محکمې له مخې دا بریدونه سیمه کې په امریکایي اډو اؤ پوځیانو د ډرون اؤ میزایلي بریدونو په ځواب کې شوې دي.

د دفاع محمکې ویلي د17م اکتوبر نه په عراق کې په امریکایي اډو اؤ پوځي مامورینو 12 اؤ په شام کې 4بریدونه شوي دي اؤ د دې بریدونو ځواب کې د جمعې په سهار امریکایي ځواکونو د جیټ الوتکو په مرسته عملیات کړي دي.

د خبري شبکې ایسوسي ایټډ پریس له مخې د امریکایي پوځ یو چارواکي ویلي دي چې دوو ایف 16 جنګي الوتکو د شام د البوکمال ښار سره نزدې هغه اهداف په نښه کړي دي چرته چې د ایران د پاسداران انقلاب د وسله والو وسلې اؤ د بارودي موادو ذخیرې موجودې وې.

امریکې په دې حملو کې د اوښتو زیانونو په اړه هیڅ تفصیل مخې ته نه دی راوړی.

د امریکې د دفاع وزیر لاییډ اسټن یو بیان کې ویلي دي چې امریکې پخپله دفاع کې دا حملې په عراق اؤ شام کې پخپلو پوځیانو د ایران پلوه ډلو له لوري د کېدونکو پرله پسې بریدونو په ځواب کې کړې دي.

په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو د ترسره شوؤ ګڼو بریدونو نه وروسته د امریکې صدر جوباییډن د ایران مشر ایت الله خامنه اي ته یو پېغام لیږی ؤ اؤ په دغه پېغام کې یې تهران ته سیمه کې په امریکایي پوځيانو دکېدونکو بریدونو پرضد خبرداری ورکړی ؤ.

د سپینې مانۍ ویاند جان کربي خبریالانو ته د دغه پېغام په اړه ویلي وؤ چې تهران ته دا پېغام نیغ په نېغه رسول شوی خو هغه ددې نور جذیات نه وؤ ښودلي.

ملګرو ملتونو کې د ایران مشن هم دې لړ کې د خپل دریځ ښکاره کولو خواست ته په سمدستي توګه هیڅ ځواب نه دی ویلی.

امریکایي چارواکي غواړي چې د فلسطیني عسکري تنظیم حماس له لوري په اووم اکتوبر په اسرایل د شوې حملې نه راپدېخوا پېل شوې جګړه باید منځني ختیځ ته خوره نه شي .

په اووم اکتوبر د حماس لخوا شوي برید کې دبهرنیانو په ګډون 1400 اسرایلیان وژل شوي چې زیاتره پکې عام وکړي وؤ اؤ ددغه برید نه راپدېخوا د اسرایل له لوري غزه کې په شوؤ بریدوو کې هم د 5 زرو نه د زیاتو کسانو د وژل کېدو راپورونه مخې ته راغلي دي.

د باییډن انتظامیې په اووم اکتوبر د حماس له لوري په اسرایل شوي برید کې د ایران نېغ په نېغه لاس لرنه رد کړې وه اؤ ویلي یې وؤ داسې برېښي چې تهران ددې حملې په اړه د مخکې نه خبر نه ؤ.

خو امریکا دریځ لري چې ایران دیوې اوږدې مودې نه د حماس ملاتړی راروان دی اؤ اندېښنې شته چې ایران اؤ دهغې ملاتړې ډلې دا نښته په یوه پراخه جګړه بدله کړي.

د امریکې ددفاع محکمه (پینټاګان) وایي چې خواو شا 900 اضافي امریکایي‌ پوځیان سیمې ته روانېدونکي یا هم په دې وروستیو کې هلته رسیدلي دي ترڅو هغوي دغلته ګمارل شوؤ امریکایي مامورینو ته دتحفظ ورکولو لپاره هوایي دفاع لا پسې پیاوړې کړي .

پینټاګان دا هم ویلي دي چې سیمه کې په امریکایي ځواکونو بریدونه په سیوا کېدو دي.

د ایران سرکاري خبري شبکې ارنا د یوې نامعلومې سرچینې په حواله ویلي دي چې امریکې د ایران تر څنګ دهغې د لبنان په څېر ایتلافیانو ته هم پېغامونه لېږلي دي چې هغوي دجګړې خوریدل نه غواړي اؤ په هغوي یې د صبر اؤ‌ زغم څخه د کار اخستو ټینګار کړی دی.

(ددې رپورټ مواد د ای ایف پي اؤ‌رایټرز خبري شبکو نه اخستل شوي دي)