د ایران صدر وایي د اسراییل کارونه ممکن هرڅوک کاروایۍ ته مجبوره کړي

د ایران صدر ابراهیم رئیسي د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې په غزه باندې د اسراییل روانه بمباري "ممکن هرڅوک مجبوره کړي" چې څه کاروایي وکړي. د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د پیل راهېسي، دا د ایران لخوا تر ټولو تازه جاري شوی خبرداری ګڼل کیږي.

اسراییل پس د هغه غزه د بمباریو نښه ګرځولې چې د حماس ډلې وسله والو د اکټوبر په اوومه د سرحد نه په اوړېدو، اسراییل کې څه باندې ۱۴۰۰ کسان ووژل چې د اسراییلي چارواکو په وینا، اکثره یې غیرپوځیان/سېوېلین و.

د هغه وخت راهېسي، څه باندې اته زره (۸۰۰۰) کسان په غزه کې وژل شوي چې د حماس د ولقې لاندې د هغې سیمې د صحت چارواکو په قول، نیمایي وژل شوي کسان ماشومان و. غزه د بحیره روم په غاړه پرته یوه تراډه یا تړانګه ده چې څلرویشت لکه (۲.۴ میلینه) کسان په کې اوسیږي او غریبه سیمه ګڼل کیږي.

د ایران صدر ابراهیم رئیسي په اېکس باندې – چې پخوا ټوېټر بلل کېدو – لیکلي دي: "د صهیونیستي رژیم جرمونه له سرې کرښې اووښتي دي، او دا ممکن هرڅوک اقدام ته اړ باسي. واشنګټن له مونږ غواړي چې هېڅ ونه کړو، مګر اسراييل ته خپل وسیع ملاتړ جاري ساتي. واشنګټن د مقاومت محور ته پیغام ولېږلو، مګر د جنګ په میدان کې یې واضحه جواب ترلاسه کړ."

یاده دې وي چې ایراني چارواکي اکثره ځان او خپلو اتحادیانو – لکه د لبنان حزب الله، د یمن حوثيانو او په عراق او شام کې نورو شیعه ځواکونو – ته د مقاومت محور لفظ کاروي.

که څه هم سمدستي نه ده ښکاره چې د جنګ په میدان کې د جواب نه د ابراهیم رئیسي مقصد څه و، خو د غزې د جګړې له پیل راهېسي، په عراق او شام کې په امریکایي قواوو ځینې حملې ترسره شوي، او همدا راز د لبنان په سرحد باندې د اسراییلي ځواکونو او حزب الله ډلې ترمنځ د ګوله باریو تبادله شوې ده.

ایران، چې هم د مالي اړخه او هم د پوځي اړخه د حماس ډلې ملاتړ کوي، د دې ډلې د اکټوبر اوومې نېټې حملې یې وستایلې او هغه یې یوه کامیابي وبلله.

خو په عین حال کې یې ټینګار کړی چې په هغو حملو کې یې لاس نه درلود. د اسراییل چارواکي دعوه کوي چې د حماس په هغو حملو کې د سلهاوو تنانو د وژل کېدو برسېره، ۲۳۰ کسان د حماس د وسله والو له طرفه اغوا کړی شول.

د ایران صدر د خالي/شنبې په ورځ د الجزیره ټي وي سره یوه مرکه کړې چې د ایران سرکاري خبري رسنۍ اېرنا یې ځیني برخې خپرې کړي او هغه کې رئیسي ویلي: "ایران دا خپل فرض ګڼي چې د مزاحمتي ډلو ملاتړ وکړي، مګر مزاحمتي ډلې پخپلو نظریاتو، پرېکړو، او اقداماتو کې آزاده دي."

د صدر ابراهېم رئیسي وینا وه چې "امریکا زمونږ په موجوده صلاحیتونو ډېره ښه خبره ده او پوهیږي چې د دې صلاحیتونو لاندې کول غیرممکن دي."