امریکا وایي پاکستان دې افغان کډوال نه ستنوي، ملګرو ملتونو د کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنه ښکاره کړې

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي پاکستان او نور هېوادونه باید له کډوالو او پناه غوښتونکو سره د چلند په برخه کې خپلې ذمه وارۍ تر سره کړي‌ او د کډوالو د نه ایستلو یا نه ستنولو اصولو ته درناوی وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا دې پوښتنې ته جواب نه دی ویلی.

ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو د پاکستان پر دې ګام اندېښنه ښکاره کړې او خبرداری یې ورکړی چې د لکونو خلکو شړل به په افغانستان کې بشري ناورین لا زیات کړي ځکه چې وایي دا ستنېدونکي افغانان د تللو لپاره هیڅ ځای نه لري.

د امریکې د بهرنیو چارو وزرات ویاند مېتیو میلر د نومبر په لومړۍ نېټه د خبري غونډې په مهال د وي او اې افغان څانګې د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، پاکستان او نور هېوادونه دې له کډوالو او پناه غوښتونکو سره بشري همکاري وکړي:

"موږ له خپلو ټولو شریکانو سره یو ځای د پاکستان په ګډون پر ټولو ریاستونو ټینګار کوو چې له کډوالو او پناه [غوښتونکو] سره د چلند په اړه خپلې اړوندې ذمه وارۍ تر سره کړي او د [کډوالو] د نه ستنولو اصولو ته درناوی وکړي".

پاکستان د نومبر له لومړۍ نېټه په هېواد کې د هغو بهرنیانو د نیولو او خپلو هېوادونو ته د لېږلو بهیر پیل کړی چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، په دوی کې زیات شمېر یې د افغان کډوالو دی.

د وي او اې اشنا خبریال پوښتنه کړې چې په پاکستان کې دا وخت هغه 60,000 کډوال هم شته چې د طالبانو له ګواښونو او ځورونو دې ملک ته ورغلي دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر په جواب کې ویلي:

"موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ټول ګاونډیان په سختۍ سره هڅوو چې د نړیوال خوندیتوب غوښتونکو افغانانو ته دې د داخلېدو اجازه ورکړي او له نړیوالو بشري تنظیمونو سره په همږغۍ دې هغوی ته بشري مرسته برابره کړي".

د ناروې د کډوالو کونسل (این آر سي)، د ډنمارک د کډوالو کونسل (ډي آر سي) او د ژغورنې نړیوالې ادارې (ای آر سي) د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپله ګډه اعلامیه کې له پاکستانه افغانستان ته په چټکۍ سره د ستنېدونکو افغانانو د ستونځو د حل او د یو نوي بحران د مخنیوي لپاره له مرسته کوونکو ادارو د فنډ برابرولو غوښتنه کړې ده:

"دغه درې ادارې له ګاونډیو هیوادونو غواړي، تر هغې چې په خپل وطن کې ستنېدونکو افغانانو ته ښه او خوندي، دوامداره او په خپله خوښه د ستنېدلو حالات نه وي برابر شوي ټولو اغېزمنو کډوالو ته دې د ساتنې چارو ته دوام ورکړي".

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن ډوجاریک د چارشنبې- شورو په ورځ ناوخته په نیویارک کې خبري غونډې ته وویل، د دوی د کډوالو ادارې [یو این ایچ سي آر] او د بشردوستانه مرستو ادارې د افغان کډوالو پر موضوع له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي. ښاغلي ډوجاریک د یو خبریال د پوښتنې په جواب کې وویل:

"موږ د خلکو په جبري ستنولو اندېښمن یو، ډېر یې زیات ممکن دی ځکه هغه هېواد ته کډوال شوي او بیرته ستنېدو ته تیار نه دي چې وجه یې نه یواځې بشري حالت دی بلکې د بشري حقونو حالت هم دی".

د پاکستان حکومت له دغې پرېکړې به شاوخوا 1.4 میلینه افغان کډوال زیانمن کېږي. په دوی کې هغه کسان هم شامل دي، چې د انخلا د پروګرام له مخې په پاکستان کې امریکې، یورپ او نورو هېوادونو ته د تګ په انتظار دي.

په دوی کې د مخکیني افغان حکومت پوځي او ملکي کارکوونکي، د ښځو د حقونو فعالان، خبریالان او د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران هم شامل دي. دوی دعوه کوي چې د طالبانو په حکومت کې یې سر په خطر کې دی، خو طالبان وايي "عمومي بخښنه" یې اعلان کړې ده.

رپوټونه وایي په وروستیو څو اوونیو کې له پاکستانه شاوخوا دوه لکه کډوال افغانستان ته یا شړل شوي او یا په خپله خوښه تللي دي. د بشري حقونو د څار تنظیم وړمه ورځ ویلي وو، په پاکستان کې افغان کډوال په ناحقه نیول کېږي، ځورول کېږي او بندي کېږي چې خپل هېواد ته ستنېدو ته مجبور کړل شي.