کرک کې وسله والو د پولیسو په تاڼه راکټي برید کړی دی

د کرک په تاڼه له شوي برید وروسته د ضلعې پولیسو لخوا خپور شوی انځور

پېښور - پولیس چارواکي وایي نامعلومو وسله والو د خېبر پښتونخوا د کرک ضلعې په خرم پولیس تاڼه د شپې راکټي برید کړی چې پکې د تاڼې ودانۍ ته یو څه زیان اوښتی خو مرګ ژوبله پکې نه ده رامنځته شوې .

د کرک ضلعې د پولیسو مشر یا ډي پي او سجاد خان د شورو یا چهارشنبې په ورځ بیلابیلو رسنیو ته ویلي ترهګرو تېره شپه د بانډه داود شاه په خرم پولیس تاڼه د راکټونو د توغولو ترڅنګ ناتاره ډزې هم کړې دي.

هغه ویلي د ترهګرو له دې حملې سره سم د خواو شا نورو تاڼو نه هم پولیس راټول کړل شوي اؤ یادې سیمې ته ورلیږل شوي چې له ترهګرو سره یې کلکه مقابله کړې ده اؤ هغوي یې په شا تمبولي دي.

نوموړي ویلي وسله وال د شپې تیاره کې تښتېدلي دي خو پولیسو ټوله سیمه په ګېره کې اخستې ده اؤ د لټون عملیات یې پېل کړي دي .

د پولیسو مشر ویلي په دغه برید کې پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د تاڼې وداني یو څه زیانمنه شوې ده.

ډي پي او سجاد خان ویلي د کرک د پولیسو مورال لوړ دی اؤ د هرشان حالاتو مقابلې ته چمتو ولاړ دي.

پروسکال د نومبر په میاشت کې د پاکستان د حکومت اؤ وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د اوربند له تړون ماتېدو وروسته په ګرد پاکستان اؤ په ځانکړي ډول خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټکه شوې ده.

اوړمه ورځ د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل درازنده سیمه کې د تیلو اؤ ګیس په یوه ګمپنۍ د ترهګرو برید کې دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي وؤ.

په شپږم نومبر په قبایلي ضلعه خېبر کې ترهګرو سره په نښته کې د پوځ د یو افسر (لیفټننټ کرنل) په ګډون څلور عسکر وژل شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي وؤ.

تر دې وړاندې په څلورم نومبر له ډیره اسماعیل خان سره په پیوست د پنجاب په میانوالي ښار کې ترهګرو د هوايي پوځ په مرکز حمله کړې وه چې د پوځ په وینا د دغه حملې په مهال د پوځ ځوابي عملیاتو کې نهه ترهګر وژل شوي وؤ.

په میانوالي ښار کې د هوايي پوځ په مرکز د حملې نه مخکې د پاکستان پوځ ویلي وو چې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې له ترهګرو سره د نښتې په مهال دوه پوځي عسکر وژل شوي اؤ ډيره اسماعیل خان سیمه کې په بمي چاودنه کې یو پوځي ژوند د لاسه ورکړی دی.

د جمعې په ورځ‌ پوځ د بلوچستان ایالت په ګوادر ضلعه کې هم د وسله والو په یو برید کې د ۱۴ پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو پخلی کړی ؤ.

هم د جمعې په ورځ د ډيره اسماعیل خان په ټانک اډه سیمه کې د پولیسو د ګاډي ترڅنګ بمي چاودنه شوې وه چې د چارواکو تر مخه 5 کسان پکې وژل شوي اؤ د دوؤ پولیس عسکرو په ګډون پکې 21 تنه نور ژوبل وؤ.

په 29م اکتوبر ډيره اسماعيل خان کې نامالومه وسله والو د پولیسو په یو مرکز یا کیمپ برید کړی ؤ چې د پولیسو په وینا یو پولیس عسکر پکې وژل شوی ؤ.