ټانک:د وسله والو برید کې د ایس ایچ او په ګډون درې پولیس وژل شوي،څلور ژوبل

د خېبر پختونخواه په جنوبي ضلعه ټانک کې د پولیسو په پارټۍ وسله وال برید شوی چې پکې د پولیسو د یو افسر یا ایس ایچ او په ګډون درې پولیس عسکر وژل شوي اوڅلور نور ژوبل شوي دي.

پېښور/ ډيره اسماعیل خان (فاروق فراق - عدنان بیټني)
د خېبر پختونخواه په جنوبي ضلعه ټانک کې د پولیسو په پارټۍ وسله وال برید شوی چې پکې د پولیسو د یو افسر یا ایس ایچ او په ګډون درې پولیس عسکر وژل شوي اوڅلور نور ژوبل شوي دي.
امنیتي سرچینې وایي ،په ژوبل شوو عسکرو کې د پولیسو یو بل لوړ پوړی افسر ډي ایس پي رورل چن شاه هم شامل دی.
تحریک طالبان پاکستان ددې حملې ذمه داري پغاړه اخستې ده.
د ټانک پولیس دذې پېښې پخلی کوي او وايي دا پېښه تازه د ملازۍ تاڼې په حدودو شاه نور سیمه کې دخالي د ورځې په ماسپښین رامنځته شوې ده.
شاه نور د ټانک ښار نه نیزدې 60 کلومیټره لرې شمال ختیز سیمه ده .
د ټانک ضلعې د پولیسو مشر یا ډي پي او افتخار شاه وي او ای ډیوه ته وویل دغه سیمې سره رابطه نه لري خو تر دې مهال یې د صدر تاڼې د ایس ایچ او عبد العلي خان د وژل کېدو او د څلورو نورو د ژوبلېدو مالومات ترلاسه کړي دي.
هغه وویل د وسله والو سره نښته دوام لري او سره د نفرۍ د پېښې ځایی ته روان شوی دی.
د پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته وویل د برید لاندې راغلي دغه پولیس د عدالت په حکم روان شوي وؤ او شاه نور ته نیزدې وو چې د وړاندې نه پټو وسله والو په دوي ناتاره ډزې پیل کړې .
سر چینو وویل د ډي ایس پي قافله کې پینځه د پولیس موبایل ګاډي وو .
وي او اې ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې پولیس سرچینو ویلي د پولیسو درې اهلکار ایس ایچ او عبدالعلي، محمد عالم او وهاب په ځایی وژل شوي.
په ژوبلو اهلکارو کې هدایت، افاق او اشفاق شامل دي او د ډي ایس پي چن شاه د ژوبلېدو کره مالومات مخې ته نه دي راغلي .
سرچینو په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو اندیښنه څرګنده کړې ده.
په کومه سیمه کې چې دغه برید شوی هلته تر دې مهاله د رابطو د پاره د موبایل یا ټیلي فون اسانتیا وجود نه لري او انتهايي وروستو پاتې سیمه ده چې حتی سړک هم ورته نه دی تېر شوی .
تحریک طالبان پاکستان په یو لنډ بیان کې ددغه پېښې ذمه داري منلې دع
سرچینې وایي د حملې پر مهال پولیسو هم په برید کوونکو ناتاره ډزې کړې دي خو په سمدستي توګه نه ده واضحه شوې چې دپولیسو ډزو کې ترهګرو ته څه زیان اوښتی د که نا؟
دغه سرچینې ډیوه ته وویل چې په وژل شوي ایس ایچ او عبدالعلي خان تر دې وړاندې هم څو کرته وژونکي بریدونه شوي وؤ خو هغه ترې روغ وتلی ؤ.
سرچینې ډیوه ته وویل په پېښه کې د وژل شوي ایس ایچ او یو بل ورور عثمان غني چې د پولیس محکمې عسکر ؤ، هم څه موده وړاندې په ګومل سیمه کې د یوې نښتې په مهال وژل شوی ؤ.
په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې یو وارې بیا په پولیسو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده.
په 9م نومبر وسله والو د کرک ضلعې په خرم پولیس تاڼه د شپې راکټي برید کړی ؤ چې پکې د تاڼې ودانۍ ته یو څه زیان اوښتی ؤ خو مرګ ژوبله پکې نه وه اوښتې .
تر دغه برید دوه ورځې وړاندې په 7م نومبر په ډیره اسماعیل درازنده سیمه کې د تیلو اؤ ګیس په یوه ګمپنۍ د ترهګرو برید کې دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي وؤ.
په شپږم نومبر په قبایلي ضلعه خېبر کې ترهګرو سره په نښته کې د پوځ د یو افسر (لیفټننټ کرنل) په ګډون څلور عسکر وژل شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي وؤ.
په څلورم نومبر له ډیره اسماعیل خان سره په پیوست د پنجاب په میانوالي ښار کې ترهګرو د هوايي پوځ په مرکز حمله کړې وه چې د پوځ په وینا د دغه حملې په مهال د پوځ ځوابي عملیاتو کې نهه ترهګر وژل شوي وؤ.
په میانوالي ښار کې د هوايي پوځ په مرکز د حملې نه مخکې د پاکستان پوځ ویلي وو چې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې له ترهګرو سره د نښتې په مهال دوه پوځي عسکر وژل شوي اؤ ډيره اسماعیل خان سیمه کې په بمي چاودنه کې یو پوځي ژوند د لاسه ورکړی دی.
دتېرې اوونۍ په پېل کې پوځ د بلوچستان ایالت په ګوادر ضلعه کې هم د وسله والو په یو برید کې د ۱۴ پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو پخلی کړی ؤ.
په 3م نومبر د ډيره اسماعیل خان په ټانک اډه سیمه کې د پولیسو د ګاډي ترڅنګ بمي چاودنه شوې وه چې د چارواکو تر مخه 5 کسان پکې وژل شوي اؤ د دوؤ پولیس عسکرو په ګډون پکې 21 تنه نور ژوبل وؤ.
په 29م اکتوبر ډيره اسماعيل خان کې نامالومه وسله والو د پولیسو په یو مرکز یا کیمپ برید کړی ؤ چې د پولیسو په وینا یو پولیس عسکر پکې وژل شوی ؤ.