د اسرایل او حماس د جګړې له کبله د غزې په شمالي برخه کې زرګونو خلکو په روغتونونو او د ملګرو ملتونو په نورو پناه ځایونو کې پناه اخیستې وه، خو اوس پر دغو ځایونو تر بریدونو وروسته زرګونه فلسطینیان مجبوره شوي چې خوندي ځایونو ته کډه شي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او مشر ټیډروس اډانوم ګیبریوس وایي، د غزې الشفا روغتون "نور د روغتون په توګه فعاله نه دی" او خبرداری یې ورکړی چې د غزې د تر ټولو لوی هسپتال حالت "خراب او بوږنوونکی" دی.
ښاغلی ګیبریوس وایي د دې روغتون شاوخوا "پرله پسې ډزو او بمبارۍ مخکې له مخکې بحراني حالت لا پسې خراب کړی دی".
بي بي سي د الشفار روغتون د منېجر له خولې لیکلي چې د جګړې له کبله روغتون محاصره دی. ډبلیو ایچ او وایي روغتون "تقریباً هدیرې ته ورته" شوی دی ځکه چې وایي نه شي کولای په الشفا روغتون کې پراته مړي ښخ کړي او د روغتون د چارواکو په وینا سپیو د مړیو خوړل پیل کړي.
د غزې یو بل القدس روغتون هم د تېلو د کمښت له کبله د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ فعالیت ودراوه. د فلسطیني سره صلیب اداره- چې دغه هسپتال یې چلاوه- وایي د اسرایلي ځواکونو لپاره تیارۍ کېږي چې له دې ځایه شاوخوا 6000 ناروغان، طبي کارکوونکي او بې ځایه شوي خلک وباسي.
د روغتیا نړیواله اداره وایي په غزه کې ټول 36 روغتونونه دي چې وایي اوس په هغوی کې تر نیمایي زیات یعنې 22 د تېلو د نشتوالي، تباهۍ، بریدونو او ناامنۍ له کبله غیر فعاله دي.
ډبلیو ایچ او د نهې- سه شنبې په ورځ پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، "اوس چې کوم 14 روغتونونه خلاص دي هغوی ډېر لږ داسې سامان لري چې د حساسې او ژوند ژغورونکې سرجرۍ او د ناروغانو علاج روان وساتي".
رپوټونه وایي په الشفا روغتون کې چې طبي سهولیات ختم شوي ډاکټران هلته د ماشومانو په ګډون د جګړې د ټپیانو سرجرۍ یا عملیات هغوی ته له نشې ورکولو پرته کوي.
اسرایل دعوه کوي چې حماس ډله په روغتون کې د ملکي خلکو په منځ کې پټېږي او وایي د هسپتال په ودانۍ کې دننه او تر مځکې لاندې د کمانډ مرکز لري، خو د دې د ثبوت لپاره یې عکسونه یا ویډیوګانې نه دي خپاره کړي.
حماس او د الشفا روغتون چارواکي دواړه د اسرایل تورونه ردوي.
د امریکې صدر جو بایډن د دوشنبې- ګل په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، په غزه پټۍ کې روغتونونه باید خوندي شي، وایي د روغتونونو د خوندیتوب اؤ د اسرایل له لوري د کمې مداخلې په اړوند د اسرایلي چارواکو سره په تماس کې دی.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې- اتوار په ورځ ویلي وو، هیڅ دلیل نه شته چې د غزې له محاصره شوي شفا روغتونه ناروغان په خوندي ډول ونه ایستل شي خو وایي د حماس وسلوال "هر څه کوي چې دوی زیانمن کړي."
نتنیاهو د سي این این «سټېټ آف دي یونین» خپرونې ته په مرکه کې وویل، له روغتونه 100 ناروغان ایستل شوي او په نیژدې ځایونو کې اوسېدونکي په لکونو فلسطینیان د غزې ښار جنوب ته په خوندي ډول وتلي دي.
یادونه:- د رپوټ اکثر معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.