اسرایل او حماس جګړه: امریکا کې له یهودانو 315 فیصده او له مسلمانو 216 فیصده کرکه زیاته شوې ده

د اسرایل او حماس تر منځ جګړه دویمې میاشتې ته وغزېده او څومره چې دا جګړه اوږدېږي د ځینو نورو یورپي هېوادونو غوندې په امریکا کې هم د یهودانو او مسلمانانو په ضد کرکه زیاتېږي او د دواړو مذهبونو پر خلکو بریدونه دومره زیات شوي چې په ډېرو کلونو کې نه دي لیدل شوي.

د بدنامۍ ضد د امریکایي یهودانو یو تنظیم «اېنټي ډیفېمېشن لیګ» پر اسرایل د حماس له برید وروسته بیا د نومبر تر اوومې نېټې په امریکا کې پر یهودانو د بریدونو، ورانکارۍ او ځورونې 832 پېښې ریکارډ کړې دي. تنظیم وایي:

"دا په اوسط ډول په ورځ کې تقریباً 28 پېښې دي، چې د تېر کال په نسبت په دغومره موده کې 315 فیصده زیاتوالی پکې راغلی دی".

په امریکا کې د مسلمانانو د مدني یا ښاري حقونو تنظیم «د امریکایي-اسلامي اړیکو کونسل» سي اې ای آر هم رپوټ ورکړی چې د اسرایل او حماس د جګړې له پیل راهیسې په امریکا کې د مسلمانانو په ضد "تعصب په بېسارې توګه زیات" شوی دی. تنظیم وایي:

"د اکتوبر د اوومې او د نومبر د څلورمې ترمنځ له موږه 1,283 د مرستې غوښتنې شوې دي چې د مسلمانانو یا عربانو ضد تعصب شکایتونه یې کړي او دا تېر کال په نسبت په اوسط 29 ورځو کې 216 فیصده زیاتوالی دی".

د یهودانو او مسلمانانو د دغو دواړو تنظیمونو په رپوټ شویو اکثره پېښو کې له تشدده کار نه دی اخیستل شوی، وایي دا د ځورولو او ډارولو پېښې دي او د کرکې د جرمونو کچې ته نه رسیږي، خو وایي په وروستيو کې لږ تر لږ د دوو کسانو وژنه د اسرایل او حماس له جګړې سره تړاو لري.

د اکتوبر پر 14مه 71 کلن جوزف ایم شوبا په شکاګو ایالت کې یو شپږ کلن فلسطینی امریکایي ماشوم له خپل کوره بهر د هغه د مور حنان شاهین تر سخت ټپي کولو وروسته په چاقو وواژه. شوبا د وژنې او د وژنې د هڅې په تور په رسمي توګه تورن شوی یا فردِ جرم پرې لګېدلی دی.

تېره اوونۍ بیا یو 69 کلن یهودي احتجاج کوونکی پاول کیسلر په لاس انجلیس ښار کې د فلسطینیانو او اسرایل په پلوۍ احتجاجونو کې تر شخړې وروسته مړ شو. فلسطین پلوه احتجاج کوونکی 50 کلن لویې الناجي د پنجشنبې- زیارت په ورځ د کیسلر د وژنې په تور ونیول شو.

د کرکې پاروونکی تشدد اوس کوڅو او سړکونو د امریکې کالجونو او پوهنتونونو ته هم ننوتی دی ځکه چې د اسرایل پلوه او اسرایل مخالفو زده کوونکو ډلو تر منځ کړکېچ زیات شوی دی.

د نیویارک د کارنیل یونیورسټۍ د یو زده کوونکي خلاف له دې کبله مقدمه درج شوې چې یهودي زده کوونکو ته یې ګواښونه کړي، د فېلاډلفیا په ډرېکسل پوهنتون کې بیا د یو یهودي زده کوونکي د هاسټل د خونې دروازه سوځول شوې ده.

د کېلیفورنیا په سټینفورډ پوهنتون کې دننه بیا یو مسلمان زده کوونکی عبدالوهاب عمیرا یو تن په موټر موټر وهلی او تښتېدلی وو، پولیسو دا د کرکې یو جرم بللی وو.

د امریکې پالیسي جوړوونکي او د امنیتي ادارو چارواکي د یهودانو او مسلمانانو په ضد د کرکې زیاتوالی د خطر ګنټۍ ګڼي.

د ایف بي ای مشر کریسټوفر ورې روانه میاشت وویل اداره یې اندېښنه لري چې تشدد کوونکي توندروه کسان- دواړه کورني او راغلي- به "د منځني ختیځ له پېښو اثر واخلي چې پر عادي امریکایانو بریدونه وکړي."

صدر جوبایډن په غزه کې د اسرایل د هوایي بریدونو د ملاتړ له کبله د امریکایي مسلمانو او عربي ډلو له زیاتو نیوکو سره مخ دی، هغه تېره میاشت په سپینه ماڼۍ کې په خپله یوه وینا کې په امریکا کې د اینټي- سیمیټیزم «یهودیت ضد» او اسلاموفوبیا «له اسلامه ډار» د تصوراتو غندنه وکړه.

د امریکا غوندې په ځینو نورو هغو هېوادونو کې هم د یهودانو او مسلمانانو خلاف د اسرایل او حماس له جګړې سره کرکه زیاته شوې ده چې د دغو دواړو مذهبونو ګڼ شمېر خلک پکې اوسېږي.

په اسټرېلیا کې یهودي قانون سازان وايي د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو وروسته اېنټي سېمېټیزم یا د یهودیانو په ضد نفرت زیات شوی او د مسلمانانو د ټولنې مشران وايي په اسلاموفوبیا یا د اسلام نه په ویره کې هم اضافه شوې ده.

د اسلاموفوبیا رېجېسټر اسټرېلیا نومي تنظیم- چې د کرکې په جرمونو نظر ساتي- په تېره یوه میاشت کې 133 واقعات رېکارډ کړي دي. دې تنظیم مقامي مطبوعاتو ته ویلي د جرمونو شمېره ډیره زیاته کېدلی شي ځکه چې وایي ډیر واقعات نه رپورټ کېږي.