د امریکا د دفاع وزیر په یو ناڅاپي سفر کیېف ته تللی

واشنګټن – د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو ناڅاپي سفر کیېف ته تللی چې اوکرایني رهبرانو ته یو ځل بیا دا ډاډ ورکړي چې امریکا به د روس د یرغل په وړاندې جګړه کې د هغوی ملاتړ کوي.

له اسټن څخه د اورګاډي په تم ځای کې په اوکراین کې د امریکا د سفیر بریجېټ برېنک او د امریکا دفاعي اتشې جنرال کېپېلېنګ کېلر لخوا هرکلی شوی.

د امریکا لوړ پوړو دفاعي چارواکو ویلي، اسټن کیېف ته د دې لپاره ورغلی چې سمدستي د ژمي د جګړې او د راتلونکو امنیتي مرستو په اړه خبرې وکړي.

د امریکا یو لوړ پوړي دفاعي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط خبریالانو ته ویلي، "مونږ د جګړې د زور ساتلو لپاره امنیتي مرستو ته دوام ورکوو او مونږ پلان لرو چې مونږ دا د ژمي په اوږدو کې وکړو."

دا د ۲۰۲۲ کال د اپرېل راهیسې کیېف ته د اسټن لومړنی سفر دی.

د ژمي په رسېدو سره ښايي ولسمشر ویلادیمیر پوتین یو ځل بیا د تېر کال په څېر په مهمو ودانیو باندې بریدونه وکړي او په اوکراینیانو باندې په دې ساړه ژمي کې برېښنا (بجلي) پرې کړي.

یو بل لوړ پوړي دفاعي چارواکي چې له اسټن سره په دې سفر کې ملګری دی خبریالانو ته ویلي، "یوه تر ټولو مهمه وړتیا به دا ژمی د هوا دفاع وي." او زیاته یې کړه،

"مونږ په دې توانېدلي یو چې د هوايي دفاع وسایل زیات کړو، خو دا معنی نه لري چې لا تر اوسه هم ورته اړتیا نشته او په راتلونکو میاشتو کې به هم ورته اړتیا نه وي."

په ورته وخت کې ۴۰ ایراني ډرونونو چې د روس له خاورې څخه توغول شوي وو د اوکراین هوايي دفاعي سیستمونو باندې بمباري کړې ده.

اوکراین ویلي، چې ځواکونو یې له ۳۸ ډرونونو څخه ۲۹ له منځه وړي دي خو هغه چې د اوکراین له دفاعي سیستمونو څخه تېرې شوې په ګڼو بنسټیزو ودانیو باندې بریدونه کړي چې له امله یې تر ۴۰۰ زیاتو کلیو او ښارونو کې برېښنا پرې شوې ده.

امریکايي چارواکو دا هم ویلي،‌ چې پنټګان به د اوکراین د ملاتړ لپاره نورې وسلې او مهمات هم ولیږي.

دغه ډول جرمني هم د دې میاشتې په سر کې اعلان کړی و چې د روان کال تر پایه به اوکراین ته نور مهم دفاعي سیستمونه هم واستوي.

که څه هم د روسي ځواکونه تر اوسه هم د اوکراین ۱۸ فیصده خاوره په واک کې لري خو امریکا ته د اوکراین سفیرې اوکسانا مارکاروا تېره میاشت امریکا غږ ته ویلي وو چې د کیېف ځواکونو تر ۵۰ فیصدو زیاته اشغال شوې سیمه بېرته له روسانو څخه نیولې ده.