امریکا په لویدیځه غاړه کې په فلسطینیانو د تشدد له امله په اسرایلي اباد کارانو بندیزونه لګوي

صدر جوبایډن د امریکې لوړ پوړو چارواکو ته ویلي دي، د هغو افراطي اسرایلي آبادکارانو پرضد د ویزو او نورو بندیزونو د لګولو لپاره د اقداماتو تیاری ونیسي کوم چې په لویدیځه غاړه کې په فلسطنیانو حملې کوي اؤ هغوی د خپلو کورونو نه وباسي.

د پولیټیکو د رپورټ له مخې، د جمعې په ورځ په لېږل شوي یو خط یا یاداښت کې خارجه وزیر انټني بلنکن، د خزانې وزیرې جینیټ ییلن اؤ معاونانو ته ویل شوي چې هغوی باید خپلو ادارو ته په سملاسي ډول لویدیځه غاړه کې د تاو تریخوالي د ذمه وارانو پرضد ګامونو اخستو لپاره د پالیسۍ تیارولو لار ښوونه وکړي.

په دې هکله واشنګټن پوست کې خپور شوي یو رپورټ کې ویل شوي چې امریکا چمتو ده ترڅو په لویدیځه غاړه کې په وګړو د بریدونو کوونکو افراطیانو پرضد د ویزو د بندیز په ګډون نور ګامونه هم پورته کړي.

د امریکا صدر جو بایډن

په یاداښت کې ویل شوي چې د دې کړنو هدف هغه اشخاص او ادارې دي چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په داسې کړنو کې ښکیل دي چې د لویدیځې غاړې امنیت او ثبات ګواښي. خلک ویروي اؤ یا یې هم کورونو پرېښودوته اړ کوي.

د لویديځې غاړې فلسطینیان د یوې جلا رقم جګړې سره مخ دي

په سویلي اسرایل د حماس د وسله والو له خونړي برید وروسته چې په غزې تړانګه د اسرایلي الوتکو بریدونه پیل شول، نو په مقبوضه لویدیځه غاړه کې د میشت فلسطینیانو له مخې هغوی د یو جلا رقم جګړې سره مخ شوي دي.

شپه په شپه سیمه تړل شوې ده، په کورونو چاپې وهل شوې دي،ګرځ بندیز پځای کړل شوی، ځوانان نیول شوي اؤ بند ته اچول شوي په خلکو تشدد شوی دی اؤ د فلسطینیانو په کلیو اسرایلي ځواکونو بریدونه کړي دي.

دا حملې په داسې وخت کې پیل شوي دي چې د نړیوالې ورورولۍ پام دغزې وضعیت اؤ هلته رامنځته شوي انساني ناورین ته ؤ.

په لویدیځه غاړه کې ویره اؤ مایوسي

د ملګرو ملتونو له مخې د فلسطینیانو پرضد د اسرایلي ابادکارانو بریدونه تر غیر معمولي حده زیات شوي دي اؤ دغلته رامنځته شوي تاو تریخوالي د ویرې اؤ مایوسۍ احساس لا پسې ژور کړی دی.

ملګري ملتونه وایي چې فلسطینیان نه یوازې د خپل روزګار اؤ کورونو نه محروم شوي بلکې په ځېنو پېښو کې خو هغو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

لویدیځه غاړه کې رام الله ښار ته څېرمه یو فلسطینی د خپل سوځول شوي کور تصویرونه وباسي

د لویدیځې غاړې د یوه کلي یو ۵۲ کلن فلسطینی بزګر صابري بوم د خپل کور په کړکیو کې د اوسپنې جنګلې لګولي دي ترڅو خپل ماشومان د اسرایلي اباد کارانو له بریدونو وژغوري.

هغه وايي زموږ ژوند دوزخ ګرځېدلی دی. هغه وویل چې اسرایلي ابادکارانو د دوی پر کلي لاسي بمونه وغورځول. "داسې ښکاري چې موږ په زندان کې بند یو".

دا نه یوازې د صابري کیسه ده، بلکې په لویدیځه غاړه کې د ګڼو فلسطینی بزګرانو کیسه ده.

د لویدیځې غاړې تر ټولو خونړی کال

په اسرایل د حماس له برید وړاندې هم روان کال ۲۰۲۳م د لویدیځې غاړې د فلسطینیانو لپاره د تېرو ۲۰ کلونو په مهال تر ټولو خونړی کال ثابت شوی دی. په دې کال کې تر اوسه ۲۵۰ فلسطینیان وژل شي چې زیاتره په کې د اسرایلي پوځ په عملیاتو کې وژل شوي.

د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسرایل او حماس تر منځ په جګړو کې ۲۰۶ فلسطینیان د اسرایلي امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي. د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د نومبر په نهمه د جنین د کډوالو په کمپ کې د اسرایلي پوځیانو په برید کې ۱۴ فلسطینیان وژل شوي دي چې هغې کې زیاتره عسکریت خوښي وو.

د فلسطین د ادارې یوه چارواکي غسان ای پي خبري اژانس ته ویلي چې اباد کارانو د دوي درې زره د زیتونو ونې تباه کړې دي چې په هغې کې ځینې ونې زیاتې قیمتي وي،هغوي بزګران هم ځورولي دي اؤ په ۱۵ کلیو کې ۹۰۰ نه زیات فلسطینیان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړې دي.

په لویدیځه غاړه کې یوه فلسطینۍ مېرمن د زیتونو د راټولولو په حال کې

د امریکې صدر بایډن او د هغه د انتظامیې نورو چارواکو په پرله پسې ډول د ابادکارانو د تشدد غندنه کړې ده خو دوی دا هم وايي چې په غزه کې اسرایل له ځانه د دفاع حق کارولی دی.

د اسرایلي اباد کارانو د حقونو لپاره د کار کوونکي تنظیم ریګوم یو مشر کاهن ویلي دي چې په حقیقت کې د اباد کارانو بریدونه په دومره پراخه کچه نه وؤ څومره چې د بشري حقونو تنظیمونو په ځېنو رپورټونو کې دعوه کړې ده.

هغه زیاتوي، چې ځینې پېښې له ځانه د دفاع په تړاو وې او په ډېرو پېښو کې تاوتریخوالی نه و. هغه دا هم وویل چې د اسرایل ټول نظام نه یوازې دا چې تاوتریخوالی له منځه وړي، بلکې د هغې د مخنیوي لپاره هم کار کوي.

د لویدیځې غاړې د حق دعوه

اسرایلو په کال ۱۹۶۷ کې د منځني ختیځ په جګړه کې په لویدیځه غاړه، ختیځ بیت المقدس او غزه قبضه کړې وه. د دغو سیمو تر نیولو وروسته اسرایل هلته د یهودانو کلي جوړ کړل اؤ نزدې اووه لکه یهودان یې هلته میشت کړل.

په دغو سیمو کې د فلسطینیانو شمېر شاوخوا درې میلیونه دی چې ډېری یې د کر کروندې له لارې ځانونه ساتي.

فلسطینیان دغه سیمه د خپل احتمالي راتلونکي دولت یوه برخه ګڼي چې بیت المقدس یې پلازمېنه ده.

اسراييلي اباد کاران وايي، لويديځه غاړه د دوی تر ټولو پخوانی او پلرنی ټاټوبی دی، دوی په دې خاوره کې د مالکيت اصلي او دايمي حق لري.

د فلسطینیانو په ګډون زیاتره د نړیوالې ورورولۍ غړي په لویدیځه غاړه کې د اسرایلیانو کلي غیر قانوني ګڼي اؤ دهغې د پرېښودلو غوښتنې کوي خو اسرایلي چارواکي وایي چې دا یوه لانجمنه سیمه اؤ دلته د ابادو اسرایلیانو د سرنوشت پرېکړه باید په مذاکراتو وشي.

د نړیوال قانون له مخې په یوه لانجمنه سیمه قابض ځواکونه د هغه ځای د وګړو د حفاظت ذمه وار وي.

د فلسطینیانو وینا ده چې نزدې د شپږو لسیزو نه قابض اسرایلي ځواکونه د اباد کارانو له بریدونو د دوي په ژغورنه کې یا خو ناکامه شوي دي اؤ یا پخپله هم په دغو بریدونو کې شامل شوي دي.

(د دې رپورټ څه مواد د ایسوسي ایټيډ پریس، پولیټیکو اؤ واشنګټن پوست نه اخستل شوي دي)