دطالبانو حکومت مولانا فضل الرحمان ته د کابل د سفر بلنه ورکړې ده

FAZAL UR REHMAN

د پاکستان د حکومت اؤ په افغانستان د واکمنو طالبانو تر منځ د سیوا شوي تریخوالي په جریان کې د پاکستان دسیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د منځګړتوب کردار ته راوړاندې شوی.

په اسلام اباد کې دطالبانو د حکومت استازي سردار شکیب احمد د شنبې یا خالي په ورځ مولانا فضل الرحمان سره لېدنه کړې اؤ هغه یې دطالبانو د حکومت له لوري دافغانستان د سفر بلنه ورکړې ده.

د جی یو آی د مشر اؤ په اسلام اباد کې دطالبانو دحکومت د استازي ترمنځ دا مهمه لېدنه وروسته له هغې شوې چې تېره اوونۍ افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټام ویسټ پاکستان ته سفر وکړو اؤ پاکستاني چارواکو سره یې د افغانستان په اړه له نزدې خبرې وکړې.

سر چینې وایي پاکستان کې د ترهګرۍ د سیوا شوؤ پېښو نه وروسته د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د ټي ټي پي اؤ پاکستان تر منځ خبرو لپاره خپل ځان منځکړتوب ته وړاندې کړی دی.

دپاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ اوړمه ورځ دا ګنګوسې رد کړې وې چې ګنې پاکستان د ټي پي پي سره خبرې کوي اؤ نګران وزیراعظم هم تېره اوونۍ ویلي وؤ‌ چې ټي ټي پي سره به هیڅ رقم مذاکرات نه کیږي بلکې هغوي ته به ځانونه تسلیمول وي.

د جمعیت علماء اسلام ګوند د سرچینو له قوله یو شمیر پاکستاني رسنیو لیکلي چې د ټي ټي‌ پي د وروستیو بریدونو له امله د پاکستان د حکومت اؤ افغان طالبانو تر منځ حالات زیات ترینګلي شوي اؤ مولانا فضل الرحمان به هڅه وکړي چې ددې تعلقاتو په سمولو کې رول ولوبوي اؤ هم ټي ټي پي سره خبرې وکړي.

د جمعیت علماء اسلام ګوند مرکزي ویاند اسلم غوري ، ویلي په اسلام اباد کې دطالبانو د حکومت استازی سردار احمد جان شکیب د شنبې په ورځ د مولانا فضل الرحمان کور ته ورغلی اؤ هغه ته په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت یو ځانګړی پیغام رسولی دی.

په ایکس رسنۍ د جمعیت علماء اسلام لخوا ددغې لېدنې په اړه خپور شوي بیان کې د طالبانو د حکومت د پیغام جزیات نه دي روښانه کړل شوي خو ویل شوي چې دطالبانو دحکومت استازي مولانا فضل الرحمان ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده.

بیان وایي دواړو مشرانو په دې لېدنه کې دافغانستان اؤ پاکستان د اړیکو ترڅنګ د سیمې په وضعیت تفصیلي خبرې کړي اؤ په دې خبره یوه خوله شوي دي د افغانستان اؤ پاکستان غوره اړیکې سیمه کې د امن ضمانت دی.

د اسلام اباد اؤ کابل تر منځ اړیکې په دې ورستیو کې په چټکتیا سره د خرابۍ په لوري روانې شوې دي .

پاکستاني چارواکي تورونه لګوي چې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا پاکستان کې ترهګریز بریدونه سیوا شوي دي اؤ دا ځکه چې دپاکستان د مخالف وسله وال تنظیم ټي ټي پي مشران په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ د هلته نه پاکستان کې د ترهګرۍ منصوبې جوړوي.

خو دافغان طالبانو حکومت بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي پاکستان باید د خپل امنیت د ذمه وارۍ بار د افغانستان په اوږو وا نه چوي.

په 12م دسمبر د خېبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په درابڼ سیمه کې په یوه پوځي پوسته ځانمرګي بريد کې 23 پاکستاني پوځيان وژل شوي وو چې د جهاد پاکستان په نوم ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه.

پاکستان د دغه برید وروسته په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت ته سخت احتجاج کړی ؤ اؤ اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفارتي استازی یې احضار کړی ؤ.

پاکستان د طالبانو د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې دافغانستان په خاوره مېشت د ټي ټي پي مشران باید ونیسي او اسلام اباد ته یې وسپاري.

خو د پاکستان ددغو نیوکو په ځواب کې د طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وؤ چې ډیره اسماعیل خان کې شوی برید په افغانستان پسې هیڅ تړاؤ نه لري.

د نومبر د میاشتې نه پاکستان د خپل هیواد څخه د ټولو ناقانونه افغان کډوالو د ویستلو لړۍ هم پېل کړې ده چې د څېړونکو په وینا دې عمل د دواړو هیوادونو ترمنځ تعلقات لا پسې خراب کړي دي.

افغانستان لپاره دامریکې ځانګړي استازي ټام ویسټ تېره اوونۍ پاکستان ته سفر کړی ؤ اؤ دلته یې پاکستاني چارواکو سره د افغانستان متعلق په یو شمیر مهمو موضوعاتو له نزدې خبرې کړې وې.

پاکستان ته له خپل سفر وړاندې ښاغلي ټام ویسټ په ایکس رسنۍ لیکلي وؤ په دې سفر کې "له مهمو شریکانو سره پر ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو د خوندیتوب او بیا میشتیدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو، او اقتصادي مسایلو خبرو ته په تمه یم"