پېښور کې د نامعلومو وسله والو په ډزو دعبیدي په نوم یو افغان نرښځې یا خواجه سرا وژل شوی دی .
د پېښور د فقیراباد ډویژن د پولیسو مشر یا ایس پي اسامه امین چیمه رسنیو ته ویلي دا پېښه د نهې-سه شنبې په ورځ د پېښور د ګورنمنټ کالج چوک سره نزدې د فقیر اباد پل د پاسه رامنځته شوې ده.
هغه وایي په موټر سایکل سورو نامعلومو وسله والو دغلته په یو خواجه سرا ډزې کړي چې هغه پکې وژل شوی اؤ وسله وال بیا تښتېدلي دي.
د پولیسو دغه مشر ویلي پولیس د پېښې پلټنې پیل کړي اؤ د وژل شوي نرښځي مړی یې د پوسټمارم لپاره روغتون ته لېږلی خو وایي ددغه خواجه سرا پېژندګلو په سمدستي توګه نه ده شوې ځکه چې هغه سره شناختي کارډ یا نور دستاویزات نه وؤ.
په خېبر پښتونخوا کې بیا د نرښځيانو د ټولنې مشر یا مشرې ارزو خان ډیوه ته پخلی کړی چې د وژل شوي خواجه سرا تعلق دافغانستان سره ؤ،عبیدی نومیدو اؤ د پېښور په پتنګ چوک کې په یوه پلازه کې پاتې کیدلو.
ارزو خان وایي خېبر پښتونخوا اؤ په ځانګړي ډول پېښور کې د نرښځیانو پر ضد د تشدد کچه په چټکتیا سره پراخیږي اؤ په نزدې کلونو کې په پښتونخوا صوبه کې د غیرت په نوم او د قلنګ غوښتنې او بدکارۍ د غوښتنې په اساس تر 120 زیات نرښځيان وژل شوي دي.
د ارزو خان په وینا صوبه کې په نزدې وختونو کې د نرښځیانو د ځورولو تر 11 سوؤ زیاتې پېښې مخې ته راغلي دي.
تر دې پېښې وړاندې هم د نومبر په 12مه د پېښور د پتنګ چوک سیمې سره نزدې یوه پلازه کې د غزل په نوم یو خواجه سرا نامعلومو کسانو په چړو وهلی اؤ وژلی ؤ.
سږکال په 19مه فرورۍ په سوات سیمه کې هم د یو وسله وال تن په ډزو کې د اسامه عرف ماه نور په نوم نرښځی وژل شوی او داسرار عرف ګلالۍ په نوم بل نر ښځې ژوبل کړی شوی ؤ.
تر دغې پېښې وړاندې په 12مه فرورۍ د کوهاټ په جرما سیمه کې په یو وسله وال برید کې د مشي خان په نوم یو نرښځی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وؤ.
د نرښځیانو د اتحادیې مشر ارزو خان وایي، دوی وخت په وخت د نرښځیانو د وژل کېدو او ځورول کېدو پرضد احتجاجونه کړي او د اړوند چارواکو سره یې غونډې کړې دي خو وایي د دوی احتجاجونو او غونډو هېڅ نتیجه نه ده ورکړې.
"ورځ په ورځ زمونږ د خواجه سراؤ د وژلو او ځورولو پېښې زیاتېږي، مونږ غیر محفوظه یو،دا مهال مونږ دخپل زیږون ورځې هم نه نمانځو او خپلو فعالیتونو نه مو هم لاس اخستی دی"
ارزو خان وایي تېر کال هم په خېبر پښتونخوا کې تر د12ؤ زیات نرښځیان وژل شوي وؤ اؤ پولیسو هغوي سره ژمنې کړې وې چې نور به د نرښځيانو تحفظ باوري کولی شي خو هغه وایي چې په دغو ژمنو لا هیڅ عمل نه دی شوی اؤ پښتونخوا کې په نرښځیانو ورځ تر بلې د ژوند ساحه تنګیږي.