پولیس وایي کوهاټ کې په ټول پلازه اؤ امنیتي پوسته ترهه ګرو ډله ییز برید کړی چې پکې درې پولیس اؤ یو عام تن وژل شوي دي.
خېبر پښتونخوا کې د تېرو دوؤ ورځو راهسې وروسته له هغې په پولیسو د بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې چې د پاکستان د یوې سیاسي مذهبي ډلې جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د ټي ټي پي د بریدونو پسر د پاکستان اؤ افغان طالبانو دحکومت تر منځ د سیوا شوي تاؤ تریخوالي کمولو په موخه د کابل په سفر دی.
د سیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د نهې اؤ چهارشنبې په منځ شپه کې تر لسو زیاتو ترهګرو د کوهاټ په انډس هائی وی د لاچۍ په ټول پلازه اؤ امنیتي پوسته برید کړی اؤ په دغه برید کې د دریوؤ پولیسو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
سرچینې وایي ترهګرو سره عصري وسلې وې اؤ د شپې په تیاره کې یې ناتاره ډزې کړې چې په ټوله سیمه کې ورسره سخته ویره ترهه خوره شوې وه.
په برید کې د وژل شوؤ پولیسو پېژندګلو د امجد،جنید اؤ وقار په نومونو سره شوې ده اؤ سرچینې وي او ای ډیوه ته وویل چې دې برید کې د لکي مروت اوسیدونکی یو عام وګړی نور محمد هم وژل شوی دی.
د پېښې د اطلاع رسېدو سره سم په ګڼ شمیر کې د پوځ اؤ پولیس ځوانان د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ د سیمې نه یې ګیره تاؤ کړې ده.
د سرچینو په وینا امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو د لټون عملیات پېل کړي دي خو تر اوسه یې د دې پېښې په تړاؤ هیڅوک نه دي نیولي.
په سمدستي توګه ددې برید پړه چا په غاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې پاکستان کې په پوځ اؤ پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري ټي ټي پي اؤ داعش خراسان په غاړه اخستې ده.
په کوهاټ کې د ترهګرۍ د رامنځته شوې دې تازه پېښې نه څو ساعته وړاندې په بنو کې هم د پولیو ضد څاڅکو ورکوونکې ډلې په حفاظت مامورو پولیسو باندې وسله والو برید کړی ؤ چې پکې دوه پولیس وژل شوي وؤ.
همدا شان اوړمه ورځ قبایلي ضلعه باجوړ کې د پولیو ډلو حفاظت لپاره د پولیسو په روان ګاډي بمي برید شوی ؤ چې پکې شپږ پولیس عسکر وژل شوي اؤ ۲۵ نور ژوبل شوي وؤ .
په پولیسو د بریدنونو دا لړۍ په داسې حال کې چټک شوې چې پاکستان کې د ټي ټي پي لخوا د کېدونکو بریدونو پسر دافغان طالبانو اؤ پاکستان ترمنځ اړېکې زیاتې تاوجنې شوي اؤ د دې تاؤ تریخوالي کمولو لپاره د فرورۍ د اوومې نیټې نه دپاکستان د سیاسي اؤ مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان په دوره دی
پاکستان پرله پسې تورونه لګوي چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې پاکستان مخالفو د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړې دي اؤ هغوي له هغه ځایه پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه جوړوي.
افغان طالب چارواکي د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي دوي د پاکستان په ګډون د هیڅ یو هیواد په ګډون خپله خاوره کارول کېدو ته نه ورکوي.
مولانا فضل الرحمان ته ددې سفر بلنه په افغانستان کې دطالبانو حکومت ورکړې ده خو کابل ته له روانېدو وړاندې هغه ویلي وؤ چې د پاکستان ریاست هم د خپل دریځ اؤ غوښتنو نه خبر کړی دی اؤ په دې سفر کې به افغان طالبانو سره د ټي ټي پي په معامله هم وغږیږي.
مولانا فضل الرحمان تېره ورځ کابل کې د طالبانو د مرستيال وزيراعظم مولوي عبدالکبير سره ليدلي، او ويلي یې دي، "مسلې د خبرو اترو د لارې هوارول غواړي، دواړو ملکونو له په مختلفو برخو کې په خپلمنځني مرستو خبرې کول پکار دي"
په دغه لېدنه کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو مرستيال وزيراعظم مولوي عبدالکبير ویلي، د مولانا فضل الرحمان "د کابل سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکو پياوړي کولو او غلط فهميانو لرې کولو کې سودمن ثابت شي".
هغه زياته کړې، "د ټولو ګاونډيانو بالخصوص د پاکستان سره د احترام په بنياد ښې اړیکې غواړي، چاته به اجازه ور نه کړل شي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي، د مطبوعاتو د دعو او پروپېګنډو په ځای په حقايقو خبره کول غوره دي"
د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) په حکومت کې د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د مشر جنرل فېض حميد د مشرۍ لاندې د ټي ټي پي سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پېل شوي او د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي وو.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د تېر کال 2023م د نومبر په میاشت کې له ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړه ويلي وو، له ټي ټي پي سره "د مذاکراتو نه قطعاً انکار نه کوو، خو که هغه د رياست (پاکستان) سره سنجيده مذاکرات کوي نو لومړی به هغوی په غېر مشروط ډول وسله غورځوي. د هغې وروسته به بیا مذاکرات کیږي که د هغو خيال وي چې د ټوپک په زور به یې حکومت په مذاکراتو مجبوره کړي نو دا غلط فهمي دې لرې کړي"