د ځوانانو سروې: ځوان کهول په سیاست کې څومره سرګرم دي څومره برخه پکې اخلي؟

سروې ښیي چې پاکستان شاوخوا 46 فیصده ځوانان د خپلې حلقې په سیاست او امیدوارانو کې کومه دلچسپي نه لري.

دا فکر لرونکي قریباً 53 جینکۍ او شاوخوا 39 فیصده هلکان دي. کوم چې ځان د علاقایي سیاست نه ځان ناخبره ښیي.

په سروې کې صرف 29 فیصده ځوانانو وینا وه چې دوی د کوم خاص ګوند سره تعلق لري او د سیاسي ګوندونو په غونډو، جلسو جلوسونو کې د برخې اخیستو اراده لري.

په سروې کې مخې ته راغلي چې 29 فیصده ځوان کهول په ټي وي سیاسي مرکې ګوري او بل اړخ ته په پوډکاسټ او وي لاګ کې د سیاسي بحثونو د کتونکو شمېره 26 فیصده ده.

په سروې کې دا هم مخې ته راغلې چې 26 فیصده ځوان کهول په ټولنیزو رسنیو په سیاسي بحث کې برخه یا خپله رایه ورکوي.

په عامه توګه دا ګڼل کيږي چې په اخبار کې لیکنې په رایه جوړولو کې اهم رول لوبوي خو په پاکستان کې یواځې 19 فیصده ځوانان دغه اخبارونه لولي.

ایا د الیکټیبلز یا انتخاب وړ کسانو له وجې ځوان کهول نظر اندازه وي؟

د مختلفو ټي وي چینلو الیکشن سیلز نګران پاتې افتخار احمد وایي په پاکستان کې د ځوان کهول غټه مسله بې روزګاري ده او سیاسي ګوندونه په دې ډېره کمه خبره کوي چې له وجې یې د دوی په منځ کې فاصلې زیاتې شوې دي.

وایس اف امریکا سره خبرو کې افتخار احمد وویل چې سیاسي ګوندونو سره د ځوانانو، مزدورانو او کسانانو لپاره کوم خاص پروګرام نشته او بله بدقسمتي دا هم ده چې د یونین کونسل په سر د دوي سره تنظیم نه وي چې داسې کار کوي چې څنګه په نورو جمهوري هیوادونو کې وي.

هغوی وویل په تیر انتخاباتو کې ځوان کهول په ډېر لوي تعداد خپل د ووټ حق استعمال کړی وو خو د اتم فرورۍ په اړه داسې څه ویل ممکن نه دي.

د ځوانانو په عملي سیاست کې د ګډون په اړه افتخار احمد وایي ځوان کهول په سیاست باندې تبصرې ډېرې کوي خو د سیاسي ګوندونو رکنیت نه حاصلوي او په لاندې سطح سیاست کې برخه نه اخلي.

د هغوی په وینا که چېرې ځوان کهول د سیاست نه لرې وي او صرف تبصرې پرې کوي نو د سیاسي ګوندونو او ځوان کهول په منځ کې به فاصلې زیاتیږي.

په ځوان کهول اثر لرونکی او سیاسي شنونکی سید مزمل شاه په اند پاپولزم سیاست د ټولو نه لویه مسله ده او د دې سره د سیاسي جماعتونو منشور نه بلکې بیانیه اهمیت لري، په کوم کې چې هغوی په دې خبره نه کوي چې دوی سره د خلکو د ستونزو د حل لار څه ده یا طریقه یې څه ده؟.

د سروې په نتیجو باندې مزمل شاه وایي په پاکستان سیاست کې ازاد امیدوار او الیکټیبلز یا د ټاکل کېددونکو اهمیت زیات وي، نو بیا په داسې حالاتو کې که ځوان کهول دا ګڼي چې سیاسي مشران د دوی د مسلو نه ناخبره دي نو څه نوې خبره نه ده.

هغوي وویل په دې وخت کې ځوان کهول او په سیاسي ګوندونو کې فاصله لا هم هغه شان پر ځای ده.

مزمل شاه زیاته کړه چې تر څو په سیاست کې خاص خاندانونه او اشخاص وي کوم چې په سیاست کې کېدونکې خرچې برداشت کولی شي نو بیا به هم داسې نتیجې مخې ته راځي.