د پاکستان سپر لیګ په شلمه سیالۍ کې د اسلام اباد یونایټيډ لوبډلې پېښور زلمي ته په 29 نمنډو ماتې ورکړې ده.
د ګل یا دوشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې ترسره شوي ددې لوبې پچه د پېښور زلمي کپتان بابر اعظم وګټله اؤ د اسلام اباد یونایټیډ کپتان شاداب خان ته یې وړومبی د بېټنګ بلنه ورکړه.
اسلام اباد یونایټیډ پخپله پانۍ کې د څلورو لوبغاړو په تاوان 196 منډې جوړې کړې.کپتان شاداب خان غوره لوبه وکړه اؤ په 51 بالونو د 80 منډو په جوړولو بریالی شو.
د هغه په منډو کې شپږ، شپږیزې اؤ څلور، څلوریزې هم شامل وې.
اغا سلمان 37،جارډن کاکس 26 اؤ اعظم خان 29 منډې جوړې جوړې کړې.
د پېښور زلمي صایم ایوب دوه اؤ سلمان ارشاد اؤ لیوک ووډ یو، یو لوبغاړی وسوځولو.
د اسلام اباد یونایټیډ د 196منډو په تعقیب کې د پېښور زلمي 5 لوبغاړي یوازې په 18 منډو وسوځېدل خو له هغې وروسته عامر جمال اؤ والټر غوره ملګرتیا وکړه اؤ په ګډه یې 106 منډې جوړې کړې.
عامر جمال په 48 بالونو د شپږو ، شپږیزو اؤ 8 څلوریزو په مرسته 87 منډې اؤ والټر بیا 33 منډې وکړې.
د پېښور زلمي لوبډله د نهو لوبغاړو په تاوان په 167 منډو جوړولو وتوانېدله.
د اسلام اباد یونایټیډ له لوري شاداب خان درې، حنیین شاه اؤ رومان ریس دوه،دوه وکټې ترلاسه کړې.