په شمالي وزیرستان کې نا معلومو کسانو د جینکو سکول سوځولی

امنیتي سرچینې وایي، له افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې نامعلومه کسانو د جینکو یو هایي سکول ته اور لګولی اؤ دغه سکول یې په بشپړ ډول سوځولی دی.

دا په روانه میاشت کې په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې د جینکو په سکولونو دریم برید دی چې پکې ددغو سکولونو ودانیو ته زیان رسول شوی دی.

څېړونکي وایي، د یو پلان له مخې د پښتنو ماشومان او په ځانګړي ډول جینکۍ د تعلیم نه لرې ساتل کیږي تر څو چې پښتانه هم داسې په تیاره کې پاتې شي او په سیمه کې یې د جنګ دا پالیسۍ دوام ومومي.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي تېره شپه ناوخته د شمالي وزیرستان په رزمک سب ډویژن کې نامعلومه کسانو د جینکو د هایي سکول ودانۍ ته اور لګولی دی چې په دې پېښه کې دغه وداني په مکمل ډول سوځېدلې ده.

پولیس سرچېنې وایي سکول ته د اور لګولو پېښه کې ددغه سکول کمپیوټرې، فرنیچر، تعلیمي اسناد اؤ نور سامانونه ایره شوې دي.

د یاد سکول د انتظامیې وینا ده چې تر دې وړاندې د مارچ په میاشت کې هم وسله والو په دغه سکول ډزې کړې وې چې له امله یې د یاد سکول سولر سیسټم ته زیان رسېدلی ؤ.

د پولیس سرچینو له مخې په یاد سکول کې تر 400 زیاتې جینکۍ زده کړې ترلاسه کوي .

پولیس وایي د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي اؤ هڅه کوي چې د تعلیم هغه دښمنان معلوم اؤ د قانون منګولو ته یې راکش کړي چې جینکۍ د تعلیم نه لرې ساتل غواړي.

تر دې وړاندې د روانې میاشتې په 17مه نېټه په پیوست قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې هم د واوا نومې یو غیر دولتي سازمان په مرسته فعالې د جینکو د زده کړو په یوه اکاډمۍ وسله والو برید کړی ؤ اؤ وداني یې ورله په بمونو الوځولې وه.

همدا شان تر دغه پېښې یوه اوونۍ وړاندې په شمالي وزیرستان کې د جینکو يو شخصي پرايمري يا د ابتدايي زده کړو سکول هم په بمي چاودنو الوځول شوی و.

تر اوسه هیڅ یوې وسله والې ډلې د جینکو په سکولونو د شوؤ دې بریدونو ذمه واري پغاړه نه ده اخستې.

تر دغو پېښو وروسته څېړونکي اؤ د عوامي نېشنل ګوند یو ځايي مشر اياز وزير د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بیټني ته ویلي وؤ چې د یو پلان له مخې د پښتنو ماشومان او په ځانګړي ډول جینکۍ د تعلیم نه لرې ساتل کیږي تر څو چې دا خلک هم دغسې په تیاره کې پاتې شي او دغلته د جنګ دا پالیسۍ دوام داره وي .

هغه ویلي وؤ علاقه یې د اوږدې مودې نه د ناکرارۍ ښکار ده اوس دغه سیمې چې په صوبه کې شامل کړل شوي په سیمه کې د سولې او امنیت ټینګښت د حکومت په غاړه دی.

د ایاز وزیر په وینا، که په دغه پېښه کې ککړ کسان مالوم نه شول په سیمه کې به د زده کړو چارې نورې هم اغېزمنې شي.

د جینکو په سکولونو ترسره شوي دا بریدونه په ملکي او نړیواله کچه غندل شوي اؤ اندېښنه یې ښودلې چې داسې د نفرت ډک عملونه د جینکو راتلونکی له خطر سره مخ کولی شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د تحفظ ادارې (یونېسف) د شمالي وزیرستان په شیوا تحصیل کې د جېنکو په سکول باندې له حملې وروسته ویلي وؤ چې دغه "قابل نفرت او بزدلانه عمل" د ګڼ شمېر تکړه جېنکو آینده خطرې سره مخامخ کوي.

په وزیرستان کې د جینکو په سکولونو بریدونه بیا په داسې حال کې چټک شوي چې ورسره په پوله افغانستان کې د طالبانو لخوا په اګست کال ۲۰۱۲م کې په اقتدار له قبضې کولو وروسته دغه هیواد کې تر شپږم ټولګي پورته د جینکو په زده کړو بندیزونه لګول شوي دي.