ټي -20 ورلډ کپ - د پاکستان او هندوستان لوبه

T20 Cricket WCup India Pakistan

د هندوستان لوبډلې په لومړي پینځه اورونو کې د لوبغاړو په سوځیدو منډې جوړې کړې. اشر پټیل په ۱۴ او رېشاب پنټ په ۴ منډو ولاړ دی.

شاهین اپریدي په دریو اورونو کې۲۳ منډې ورکړې او یو وکت یې اخستی. نسیم شاه په یو اوور کې ۱۱ رنز ورکړي او یو وکټ یې اخستی.

روهت شرما او ویراټ کوهلي اوټ شوي.

د هندوستان اوپنر او کېپتان روهت شرما هم اوټ شو. روهت شرما د شاهین اپریدي د دویم اوور په څلورم بال د یو لوې شاټ وهلو کوشش وکړو او په باونډرۍ باندې محمد حارث کیچ کړو. د هندوستان په ۲۰ منډو دوه لوبغاړي وسوځیدل.

د هندوستان اوپنر او د کرکټ یو تر ټولو غوره بیټسمېن وېراټ کوهلي د ۴ رنزونو جوړولو وروسته اوټ شو. وېراټ کوهلي په نسیم شاه یوه څلوریزه ووهله او بیا په دریم بال عثمان خان کېچ اوټ کړو.

د ټي - 20 نړیوال جام په مهمه لوبه کې د پاکستان او هندوستان لوبډلو تر منځه لوبه شورو شوې.

د لوبې تازه حال د وي او ای ډیوه په ویب پاڼه شېبه په شېبه وګورئ.

د پاکستان او هندوستان د کرکټ لوبې تازه حال

هندوستان په یو اوورې کې ۸ منډې جوړې کړي. لوبه د باران د لاسه ودریدلې او د باران ودریدو وروسته لوبغاړي بیرته مېدان ته راوتلي.