د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د خېبرپښتونخوا په لکي مروت کې د پوځيانو په وژنه د خفګان څرګندونه کړې او ويلي یې دي، "زمونږ د زړورو پوځیانو او ملکي وګړو قربانۍ په مونږ پور دی او دا به د ترهګرۍ د خاتمې په شکل کې ادا کوو".
پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په لکي مروت کې د پنجاب صوبې ميانوالي ضلعې سره نزدې علاقه کې د پاکستان د پوځ يو ګاډي سره نزدې بمي چاودنه شوې، د يو کېپټن افسر په ګډون پکې اووه پوځيان وژل شوي وو.
د پاکستان پوځ پرون ويلي، بارودي چاودنه کې د وژل شوو جنازه په بنو کې ادا کړل شوې، د پېښور کور کمانډر او نورو افسرانو پکې ګډون کړی او د جنازې وروسته جسدونه خپلو پلرنیو علاقو ته روان کړل شوي دي.
لکي مروت کې په پوځ د چاودنې پړه تراوسه چا نه ده منلې.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف او نورو چارواکو نن په لسم جون لاهور سره نزدې په چونيان نومې علاقه کې د کېپټن په جنازه کې ګډون کړی دی.
د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه وزيراعظم د وژل شوي کېپټن د کورنۍ سره ليدلي او ويلي یې دي، د پوځيانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي، قام په خپلو قربانو ویاړي او ترهګر به یې حوصلې ماتې نه کړي.
د وژل شوي 26 کلن کېپټن تعلق د پنجاب ضلعې د قصور علاقې سره وو.
په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټکه شوې او تحریک طالبان پاکستان ویلي تېره میاشت یې په امنیتي ځواکونو 98 بریدونه ترسره کړي چې په دې بریدونو کې 103 پوځيان، 65 پولیس او د سي ټي ډي مامورین، 38 د ایف سي عسکر او 8 استخباراتي او د امن کمیټیو غړي وژل شوي وو.
همدا شان د پاکستان پوځ هم تېره میاشت په بیلابیلو علمیاتو کې د شلګونو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه او ویلي یې وو چې روان کال امنیتي ځواکونو په ملک کې ټول 13135 عملیات ترسره کړي دي.
پوځ ویلي چې د مې میاشت کې ترسره شوو عملیاتو کې239 وسله وال وژل شوي 396 نور نیول شوي وو.