کراچۍ: پولیس وایي د ټي ټي پي "مهم ترهګر" یې وژلی

پولیس وایي د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې یې د صادق عرف قاري په نوم د تحریک طالبان پاکستان یو "مهم ترهګر" وژلی دی.

د پولیسو وینا ده چې د یاد "ترهګر" د نیولو لپاره تېره ورځ پولیسو اؤ د حساسو ادارو غړو په ګډه د کراچۍ په سعید اباد سیمه کې عملیات کړي اؤ په دغه موقعه نښته کې صادق په د قاري اؤ افغاني په نومونو هم مشهور ؤ، وژل شوی دی.

ډان ورځپاڼې پخپل رپورټ کې د پولیسو له خولې ویلي چې وژل شوی ترهګر په کراچۍ کې د ټي ټي پي یو مهم غړی ؤ اؤ هغه به د تحریک طالبان لیکو ته د زلمو ننویستلو دپاره د هغوي ذهنونه جوړول.

پولیسو ویلي چې د وژل شوي ترهګر شبکه کراچۍ کې د تاجرانو په تښتونه اؤ هغوي نه قلنګونو اخستو کې ککړه ده.

پولیسو ویلي وژل شوي ترهګر صادق په ۱۲م دسمبر کال ۲۰۲۳م کې د کراچۍ څخه د حارث الرحمان په نوم یو تجار تښتولی ؤ اؤ بیا یې د هغه پلار ته د افغانستان له نمبر زنګ وهلی ؤ اؤ لس کروړه روپۍ تاوان یې ترې غوښتی ؤ.

پولیسو دعوه کړې چې هغه د پینځوؤ نورو بېګناه وګړو په وژنه کې هم ککړ ؤ.

تر دې وړاندې هم بیلابیلو وختونو کې پولیسو اؤ قانون پځای کوونکو ادارو کراچۍ کې د پولیس مقابلو په ترڅ کې د ترهګرو د وژنې دعوې کړي خو زیاتره وخت بیا دغه دعوې دروغ هم ثابت شوي اؤ په پولیسو د خپلسره وژنو په جرم کې مقدمې هم درج شوې دي.

کال ۲۰۱۸م کې په ۱۳مه جنورۍ پولیسو د کراچۍ په شاه لطیف ټاون سیمه کې د نقیب مسید په نوم یو پښتون اؤ د هغه سره درې نور کسان په يوه پوليس مقابله کې وژلي وو، د هغه وخت د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليسو مشر راو انوار دعوه کړې وه چې په مقابله کې يې ترهګر وژلي دي.

خو وروسته د پوليسو د لوړو پوړو افسرانو ګډې پلټنيزې کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو اؤ په راو انور اؤ نورو پولیس افسرانو ددغو وژنو په تور مقدمې هم درج شوې وې