واشنګټن – د ملګروملتونو یو ډپلوماټ طالبان هڅولي چې د دې میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په اړه کانفرانس کې برخه واخلي.
دوی ویلي، د طالبانو له ګډون سره به دغه ناورین ځپلي هېواد ته د نړۍ د پام په راګرځېدو کې مرسته وشي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما یو چارواکي، مالک سیسې چې د پاکستان په دفتر کې کار کوي، د دواړو هېوادونو د مذهبي عالمانو یوې غیر رسمي غونډې ته وویل، چې د اوکراین او د اسرایلو جګړې په ډرامټیک ډول له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې پام اړولی دی.
سیسې د نهې یا سې شنبې په ورځ یادې غونډې ته چې په اسلام اباد کې د څېړنې او امنیتي مطالعاتو د یو خپلواک مرکز لخوا جوړه شوې وه وویل،
"او همدا ملګروملتونو ته اندېښنه ده. مونږ نه غواړو چې افغانستان هېر شي."
د ملګروملتونو دغه جګ پوړي ډپلوماټ چې د طالبانو ادارې ته یې په کابل کې د طالبانو د حکومت خطاب وکړ وویل، "مونږ هیله مند یو چې دا ځل به اسلامي امارت دوحې ته خپل استازي واستوي چې له نړیوالې ټولنې سره په رغنده او اغېزناکه توګه ښکېل شي."
د افغانستان لپاره د ځآنګړو استازو دغه دوه ورځنۍ غونډه به د جون په ۳۰ نېټه د قطر په پلازمېنې دوحه کې ترسره شي.
د ملګروملتونو د یو ویاند په وینا، د دغې غونډې موخه دا ده چې له طالبانو او په ټوله کې له افغانستان سره د نړیوالو ښکېلتیا په همغږۍ او ښه تنظیم سره زیاته شي.
د ملګروملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټېریش لخوا په دغه خلیجي هېواد کې د افغانستان په اړه لومړۍ غونډه د ۲۰۲۳ کال په مې کې شوې وه.
هغه په لومړۍ غونډه کې طالبانو ته بلنه نه ورکړې.
طالبانو بیا په دوهمه غونډه کې چې په تېرې فېبرورۍ میاشت کې وه له ګډونه انکار کړی وو.
خو طالبانو دا ځل ویلي چې دوی به د دوحې دریمې غونډې ته خپل پلاوی واستوي، او وايي، چې دوی له ملګروملتونو سره خپل شرایط شریک کړي او د غونډې د "وروستۍ اجندا" له کتلو وروسته به دوی خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.
که څه هم طالبانو دا ځل خپل شرايط نه دي په ډاګه کړي خو هغوی د دوحې د دوهمې غونډې پر وخت له ملګروملتونو څخه غوښتي وو چې طالبان د هېواد د یواځینیو رسمي استازو په توګه ومني، په دې معنی چې د افغانستان د مدني ټولنې استازي، د ښځو د حقونو فعالان او د اپوزېشن استازي به پکې ګډون نه کوي.
طالبانو همدارنګه د خپل پلاوي او د ملګروملتونو د لوړې کچې سره د یوې لیدنې غوښتنه هم کړې چې ګوټېریش دغه شرایط رد کړي وو.
نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت د افغانستان د اصلي واکمنو په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی او دغه هېواد اوس هم د ملګروملتونو د بندیزونو لاندې دی.
سیسې وویل، د طالبانو د بندیزونو له لاسه چې ښځې کار او تعلیم ته نه پرېږدي او د یو ټول شموله حکومت نه شتون د افغان واکمنو د قانونیت په اړه پوښتنې راپورته کوي.
هغه وویل، "دا ټولې مسلې سره تړلې دي. د اسلامي امارت مشرتابه پوهېږي چې دا دلیل دی چې په رسمیت نه پېژندل کېږي."
د ملګروملتونو دغه مسلمان ډپلوماټ د طالبانو دا انګېرنه غلطه وبلله چې له ښځو سره د هغوی چلند د اسلامي شریعت سره اړخ لګوي.
هغه زیاته کړه، "اسلام هېڅکله دا نه دي ویلي، چې ښځې دې ښونځي ته نه ځي او اسلام هېڅکله دا نه دي ویلي، چې ښځې دې کار نه کوي. د اسلام کوم ځای او کوم قران دا وايي؟ دا هلته نه شته."
سیسې وویل، یوناما له ټولو افغانانو سره ښکېله ده چې له هغوی سره مرسته وکړي چې یو پراخ بنسټه حکومتي سیستم رامنځ ته کړي چې ټول پکې شامل وي.
خو د طالبانو ستر مذهبي مشر هېبت الله اخندزاده چې تر اوسه چا نه دی لیدلی او طالبانو تېر کال ادعا کوله چې په کندهار کې یې یواځې په داسې حال کې خبرې کړي چې خلکو ته یې شا اړولې په خپلو سیاستونو باندې د نړیوالو نیوکې رد کړي.
هغه په طالب پلوو ټولنیزو رسنیو کې په یو غږیز پیغام کې ویلي، چې دی به د بهرني فشار په وړاندې خپل دریځ بدل نه کړي.
هېبت الله ویلي، "تاسو څوک یاست چې زمونږ په خاوره، سیستم او سیاستونو کې لاسوهنه کوئ؟ زه دلته نه یم چې ستاسو حکمونه ومنم او نه به زه د شریعت په اړه له تاسو سره یو ګام مخکې لاړ شم او نه به کوم تړون وکړم."