نړیوال بینک پاکستان کې د داسو ډیم جوړولو لپاره د یو ارب ډالرو د اضافي پنګې ورکولو منظوري ورکړې ده.
د نړیوال بینک لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې دا یو ارب ډالر به د داسو هایډرو منصوبې د فیز ون په کارونو مصرفولی شي.
اعلامیه کې ویل شوي چې ددې پروژې په بشپړیدو به پاکستان کې د بجلۍ رسد کې غوره والی اؤ زیاتوالی پیدا شي اؤ ولس به ورسره ټولنیزو اؤ معاشي اسانتیاؤ ته لاسرسي ولري.
نړیوال بینک ویلي چې د داسو د بجلۍ پیدا کولو منصوبه به د پاکستان لپاره "ګیم چینجر" ثابته شي اؤ ددې له امله به پاکستان کې په ارازان نرخ بجلي پیدا کیږي.
د نړیوال بینک اعلامیه کې ویل شوي چې د پروژې په سرته رسېدو سره په د۴۳۲۰ میګا واټه نه نیولې تر ۵۴۰۰ میګا واټه بجلي پیدا کړي اؤ په وړومبي پړاؤ کې ترې د بجلۍ د پیداوار اندازه ۲۱۶۰ میګا واټه ده.
نړیوال بینک ویلي چې پاکستان د توانایۍ په څانګه کې د یو شمیر چیلنجونو سره مخ دی اؤ د داسو د بجلۍ منصوبه د نړۍ د غوره سایټونو څخه یوه ده.
داسو ډیم د خېبر پښتونخوا په بر کوهستان ضلعه کې جوړیږي اؤ په مطبوعاتو کې مخې ته د راغلو معلوماتو له مخې دا ډیم به د ۴۳۲۰ میګاواټه بجلۍ جوړولو ظرفیت ولري اؤ د ۷۴۱چینایي انجنیرانو تر څنګ په دې پروژه کې ۶۰۰۰ سیمه ییز مامورین هم کار کوي.
د مارچ په میاشت کې په دې ډیم د کار کوونکو چینایي انجنیرانو په یوه قافله د شانګلې ضلعې په بشام کې یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې شپږ چینایي انجنیران اؤ د هغوي یو پاکستانی ډرایور وژل شوی اؤ له دغه برید وروسته په دې ډیم د څو ورځو لپاره کار درول شوی ؤ.