د پاکستان تجاران اؤ کاروباري طبقه وایي د بجټ په نتیجه کې به ګراني سیوا اؤ صنعتونه نور هم وځپل شي

په پاکستان کې د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو تر څنګ تجارانو اؤ کاروباري طبقې هم د مالي کال ۲۰۲۴-۲۵م وفاقي بجټ رد کړی اؤ ویلي یې دي, چې له دې بجټ سره به ملک کې د ګرانۍ کچه لوړه شي اؤ د بې وزله خلکو په اوږو به نور درانه بارونه پریوځي.

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب د مالي کال ۲۰۲۴-۲۵م لپاره د۱۸۸۷۷ اربه روپو بجټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ پارلیمان ته وړاندې کړی چې له مخې یې په بیلابیلو څانګو کې یو شمیر ټیکسونه پځای کړل شوي اؤ حکومتي رعایتونه ختم کړل شوي دي.

د بجټ وړاندې کېدو نه وروسته د پاکستاني سوداګرو د اتحادیې مشر ښاغلي زبېر موتي واله د کراچۍ په تجارتي خونه کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ویلي په دې بجټ کې د ۳ زره ۵ اربه روپو نوي ټیکسونه لګول شوي دي اؤ دې سره به د ګرانۍ یو نوی طوفان راپورته شي.

هغه ویلي چې د نوؤ ټيکسونو سره به د صنعتونو فعالیتونه وځپل شي.

نوموړي په دې خبره نیوکې کړي چې په نوي بجټ کې د سختو ستونزو سره د مخ صنعتونو لپاره د ګیس په نرخونو کې د کمي هیڅ خبره نه ده شوې.

هغه ویلي چې دا بجټ به د برامداتو د ودې لاره کې خنډان راولاړ کړي .

د زبېر موتي واله په خبره، د موجوده قانون له مخې تر ۲۰۰۰ سي سي پوري د ګاډو په اخستو اؤ رجسټریشن ایډوانس ټیکس د انجن د څرنګوالي یا کیپسټي په اساس اخستل کیږي خو دا چې اوس د ګاډو نرخونه ډير ختلي دي نو ځکه باید د ټولو ګاډو ټیکسونه باید د انجن کپیسټي پځای د ګاډو د نرخونو په تناسب سره وتړل شي.

هغه ویلي چې بجټ کې د آي ټي څانګه کې زیاتې اسانۍ ورکړل شوي اؤ د ایکسپورټرانو لپاره پکې مشکلات دي نو ځکه حکومت ته به په دې نظر ثاني کول وي.

هغه ویلي په دې بجټ کې ولس یا تاجرانو ته کومه اساني نه ده ورکړل شوې بلکې د آي ایف ایم د خوشحالولو لپاره جوړ کړل شوی دی.

د پښتونخوا چیمبر اؤ کامرس صدر فواد اسحاق ویلي دبجټ حجم د ۱۸ اربو روپو دی اؤ د ټيکسونو هدف پکې د ۱۲ زره اربو دی اؤ د ټيکسونو دا وړاندیز د ترقي خوښي پاکستان په لوري نه ځي.

هغه ویلي چې بجټ کې په سولر پینلو اؤ بیټریانو د رعایت ورکولو وړاندیز د ستایلو دی اؤ د هایډل ریسورس سیوا کولو وړاندیز هم غوره دی خو وایي د غیر قانوني سمګلنګ یا قاقاق د مخنیوي لپاره باید یوه واضحه تګلاره جوړه کړل شي.

د بلوچستان د تجارتي خوني مرستیال مشر اغا ګل خلجي د بجټ په حواله یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي چې دا بجټ د ولس په ښېګړه نه دی بلکې په زیان یې تمامیږي.

هغه وویل د وفاقي بجټ نه دا خبره روښانه شوه چې د بلوچستان هیڅ وارث نشته ځکه چې بجټ کې د بلوچستان لپاره هیڅ یوه ستره پروژه نه ده اعلان کړل شوې.

هغه ویلي بلوچستان صوبه تر خېبر پښتونخوا هم زیات ټیکسونه ورکوي اؤ حال دا چې دواړه پولې یې دا وخت تړلې پرتې دي.

اغا ګل خلجي وویل په بلوچستان کې صنعتونه نه شته اؤ په پولو یې تجارت هم تړل شوی دی نو ځکه باید بجټ کې زیاته پاملرنه بلوچستان ته شوې وای خو وایي په بجټ کې د تنخاګانو اؤ پنشن اضافه یو غوره اقدام دی.

د کراچۍ چیمبر پخواني صدر هارون فاروقي بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د وفاق له لوري اعلان کړل شوي بجټ کاروباري منافعه ختمه کړې ده.

د ملتان چیمبر اف کامرس صدر میا راشد اقبال پخپل غبرګون کې ویلي چې بجټ کې په جاییدادونو ډیر زیات ټيکس لګول شوی اؤ د کورونو په اخستو اؤ خرڅولو به نرخونه لوړیږي اؤ هم به ۱۸ فیصدي ته د سیلز ټيکس په لوړولو سره ګراني سیوا کیږي.