د پاکستان مرکزي حکومت د پخواني وزيراعظم او تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان او پخواني بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په سايفر قضيه کې بري کېدل په سپريم کورټ کې چېلنج کړي دي.
د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه، د کورنيو چارو وزارت په سپريم کورټ کې د هايکورټ د فېصلې ضد خواستونه کړي دي.
اسلام اباد هایکورټ په درېم جون د وزیراعظم عمران خان او د پاکستان تحریک انصاف ګوند په حکومت کې د خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د سایفر په مقدمه کې بري کړي او هغوی ته اورول شوې سزاګانې يې مسترد کړې وې.
د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې عدالت عمران خان او شاه محمودقرېشي ته د سایفر په مقدمه کې لس لس کاله د قېد سزاګانې اورولې وې.
په درېم جون د اسلام اباد هایکورټ چيف جسټس عامر فاروق او جسټس میا ګل حسن اورنګزېب د سزاګانو خلاف د پي ټي آی د دواړو مشرانو په اپیلونو مخکې محفوظ شوې فېصله اورولې وه
سایفر هغه سفارتي خط دی چې عمران خان په یوه جلسه کې ښکاره کړی او او دعوه يې کړې وه چې دا دستاوېز د دې خبرې ثبوت دی چې امریکې د هغه حکومت ختمول غوښتل. امریکايي چارواکو د عمران خان دا خبره په تکرار رد کړې ده.
په 2022م کال کې د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف آی اې د عمران خان، شاه محمود قرېشي، اسد عمر او د ځینو نورو کسانو خلاف په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسدمجید لېږل شوي خفیه سفارتي خط د افشا کولو په الزام مقدمه درج کړې وه.
په مقدمه کې د پي ټي آی په مشرانو د حقایقو بدلولو او د خپل ذاتي مفاداتو دپاره د استعمالولو الزام هم لګول شوی وو.
په عمران خان د وزیراعظم په حېث او په شاه محمود قرېشي د خارجه وزیر په حېث د سرکاري زار د افشا کولو الزام لګول شوی وو.
د هايکورټ د فېصلې ضد خواست کې ويل شوي، چې د کومې قضيې په اورېدنه کې ټولې قانوني تقاضې نه وي پوره کړل شوي نو هغه بيا د اورېدنې دپاره لېږل کېدی شي، او په سايفر قضيه کې استغاثې کلک شواهد او فارنزک ثبوتونه وړاندې کړي خو اسلام اباد هايکورټ شواهد د پامه غورځولي دي.
په خواست کې ویل شوي، د اسلام اباد هايکورټ د درېم جون د بري کېدو د فېصلې ضد دې خواستونه د اورېدنې دپاره مقرر کړل شي.