د پاکستان د بلوچستان صوبې په لورالايي او مخکې نه دوه نورو اغېزمنو ضلعو کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوي دي.
پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ترمخه، د صحت په قومي اداره کې د پوليو د مخنيوي ليبارټرۍ ويلي، د لورالايي، اسلام اباد او رالپنډۍ څخه په درېم جون د خچنو يا سېورج د اوبو څخه اخستل شوو نمونو کې د پوليو وايرس ترلاسه شوي دي.
د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، سږ کال تراوسه پورې په 45 ضلعو کې د پوليو وايرس معلوم شوي دي، تېر کال په 28 ضلعو کې وايرس ترلاسه شوي وو.
د ډان ورځپاڼې ترمخه، سږ کال د پوليو مثبتو ماحولياتو نمونو شمېره 176 ته رسېدلې ده، په تېر کال کې دا شمېره 126 وه.
اسلام اباد او راولپنډۍ کې هم په دويم، دويم ځل په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تاييد شوي دي.
د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو پينځه پېښې پېښې رپورټ شوي چې پکې څلور په بلوچستان صوبه کې په کوټه، قلعه عبدالله، چمن او ډېره بګټي کې مخې ته راغلي دي، يوه پېښه د سيند صوبې په شکارپور کې رپورټ شوې ده.
ويل شوي، په ملک کې د پوليو وايرس خورېدو د مخنيوي دپاره څو کمپاينې شوي او نورې منصوبه بندۍ شوي دي، روان کال تراوسه پورې د پوليو پينځه کمپاينونه شوي چې پکې وروستی کمپاين په نزدې ورځو کې ختم شوی او په هغې کې د پينځو کالو نه کم عمر يو کروړ او 70 لکه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شوي دي.
پوليو يوه لا علاجه ناروغي ده او د پينځو کالو نه کم عمر ماشومانو ته یې تر ټولو زياته خطره وي، د دې ناروغۍ څخه ماشومان د ټول عمر دپاره معذوره کېدی شي، تر دې چې په ځينو پېښو کې ترې ماشومان مړه کېدی هم شي، يواځې د پوليو د څاڅکو د لارې د دې ناروغۍ څخه ماشومان ژغورلی او د دې وايرسو مخه نيولی شي.
ماشومانو ته د بيا بيا پوليو څاڅکو ورکولو سره د نړۍ د نورو هيوادونو څخه د پوليو وايرس ختم کړل شوي، يواځې پاکستان او افغانستان دوه هيوادونه پاتې شوي چې پوليو پکې اوس هم موجوده ده.