په افغانستان کې د انساني حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي نامه نګار ریچرډ بېنېټ د دې نړېوال تنظیم د بشري حقونو کونسل غونډې ته خپل تازه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل چې د ښځو او جېنکو د بنیادي حقونو سیسټماټيکې خلاف ورزۍ زیاتې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې ترمخه، ښاغلي بېنېټ د نهې/سې شنبې په ورځ هیومن رايټس کونسل ته خپل د رپوټ په وړاندې کولو سره وویل چې "د طالبانو لخوا د خپل نظام د بنسټيزه کولو لپاره د ښځو او نجونو د حقونو څخه سرغړونې، د هغوی ځورونه، او د هغه له کبله ورته زیانونه، باید د انسانیت وجدان (ضمیر) راوپاروي."
ریچرډ بېنېټ زیاته کړه چې ښکاري طالبان په عامو افغانانو باندې دومره وسیع او سیسټماټیک برید کوي چې "کېدای شي د بشريت ضد جرم په توګه وپېژندلی شي."
د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي نامه نګار غږ وکړ چې د طالبانو د دغو اعمالو او د عاملینو پوښتنې ګروېږني دپاره په کار ده چې "یو هراړخیز چلند" غوره کړی شي.
بېنېټ په دې هم ټینګار وکړ چې د جنسیتي اپارټایډ (د جنسیت په بنیاد تفریقي چلند) لفظ دې په نړېوالو بشري قوانینو او جرمي قوانینو کې شامل کړی شي. یاده دې وي چې ځیني کارپوهان او ماهرین افغانستان کې د ښځو جېنکو په وړاندې د طالبانو دا جاري رویه، جنسیتي اپارټایډ بلي، مګر دا لفظ تر اوسه په نړېوالو قوانینو کې ندی پېژندل شوی.
طالبان په افغانستان کې د انساني حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې تشویش په عمومي توګه ردوي او د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د اسلام او افغان دود دستور سره سمون خوري.
په ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمېندو راهسې طالبانو د ښځو په تعلیم، کار روزګار، کور نه په بهر وتلو او سفر قدغنونه لګولي دي. د طالبانو په عبوري حکومت کې مېرمنې نمایندګي نه لري.
طالبان وايي ښځو د تعلیم او کار روزګار دپاره به د اسلامي تعلیماتو او افغان دود دستور مطابق حالات برابروي.
د طالبانو د دریځ برعکس د انساني حقونو فعالان په افغانستان کې د ښځو او د انساني حقونو صورتحال د تشویش وړ بلي.
د انساني حقونو د نړیوال تنظیم هیومن رایټس واچ چارواکي هېدر بار د جون په ۱۶ نېټه په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې وویل بېنېټ به د یو اېن هیومن رايټس کاونسل سخت رپورټ وړاندې کوي چې د افغان مېرمنو او جینکو په ضد د طالبانو په جبرې کې اضافه شوې ده.
بار دا هم وویل مسله دا ده چې طالبان د خوشحالولو دپاره ملګري ملتونه د خپل خصوصي خبرنګار خبره هم نه اوري چې هغه څه وايي؟
ملګري ملتونه به د جون په ۳۰ نېټه په دوحه قطر کې د افغانستان په اړه د يوې نړیوالې غونډې کوربتوب کوي او طالبانو ویلي د قطر غونډې ته به خپل استازي لېږي.
ای اېف پي خبري ادارې د سفارتي سرچینو خبر ورکړی چې د افغانستان د شهري حقونو فعالان به د قطر په غونډه کې نه وي ځکه چې بلنه نه ده ورکړی شوې. د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس به هم په ناسته کې شرکت نه کوي.
ملګرو ملتونو ویلي د قطر غونډې ته د طالبانو د بلل کېدو دا معنا نه ده چې طالبان په رسمیت وپېژندل شوو بلکې د دې مقصد د طالبانو او په پراخه کچه افغانستان سره د په منظم او مربوط ډول د نړیوالې ټولېن ښکیلتیا زیاتول دي.
یو ملک هم د طالبانو حکومت لا په رسمیت نه دی پېژندلی.