پاکستان کې د لادرکه شوي جاپاني غرختونکي د لټون عملیات بې نتېجې ختم شول

د لادرکه شوي جاپاني غرختونکي اتسوشي تاګوچي تصویر

پاکستاني چارواکو د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې د ژغورنې ډلې د هغه جاپاني غرختونکي د لټون چارې ختمې کړي چې یوه هفته وړاندې د ګلګت بلتستان په غرونو کې لادرکه شو. دغه جاپاني غرختونکي هڅه کوله چې د سپانتېک په لوړې څوکې وخېژي، او دا د پاکستان په شمال کې یو له دنګو غرونو څخه دی.

چارواکو وویل چې د ۳۶ کلن آتسوشي تاګوچي د ژوندي موندلو چانس بېخي کم دی. د تاګوچي سره یو بل غرختونکی هم مل و، چې هغه ریوسیکي هیراوکا نومېدو او د سپانتېک غره په څوکې باندې د ختلو په لاره مړ شو. ګلګت بلتستان کې د سپانتېک د غر جګوالی ۷۰۲۷ مټرو ته رسېږي او د دې غره د څوکې بل نوم، ګولډن پیک هم دی. دوه جاپاني غرختونکي د جون میاشتې په دیارلسمه لادرکه شول او بیا د جون په پنځلسمه د هیراوکا جسد وموندل شو، خو د تاګوچي جسد ونه موندل شو او څو ورځې ورپسې لټون روان و.

ګولډن پیک یا د سپاتنېک غره څوکه په دې مشهوره ده چې کله د لمر ختلو او یا لمر لوېدلو په وخت ورباندې د لمر وړانګې ولوېږي، نو دا څوکه ډېره ښکلې زرینه ښکاري، او ډېر خلک یې لیدو له ورځي.

ځایي چارواکي نظر حسین ویلي: "د دویم جاپاني غرختونکي د لټون چارې د شورو/چهارشنبې په ورځ ختمې اعلانې شوې."

هغه وویل چې ژغورونکو د لټون د عملیاتو پر مهال د لادرکه شوي غرختونکي هېڅ کومه نښه نښانه ونه لیدله.

د پاکستان د الپین کلب سېکرېټري کرار حیدر هم ویلي دي چې د دویم جاپاني غرختونکي د موندلو عملیات اودرېدلي دي.

هغه د لادرکه شوي غرختونکي د ژوند او مرګ په اړه د څه ویلو نه ډډه وکړه، خو زیاته یې کړه چې "په دغسې واقعاتو کې د ژوندي پاته کېدو چانسونه، زښته ډېر کم دي، مګر کورنۍ د معجزو په امېد دي، چې دا (معجزې) پېښېدونکې دي."

په پاکستان کې هر کال غرختونکي کوششونه کوي چې د کې-ټو په شان د نړۍ ځینو دنګو غرونو په سر وخېژي، مګر یو شمېر یې په دې لاره کې خپل ژوند د لاسه ورکوي.