اسرایلي ځواکونو د غزې په جنوبي علاقو کې خلکو ته د انخلا امر کړی او په خان یونس کې د تازه بمباریو له کبله، بیا هم ښځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړېدلې ده.
همدې حال کې د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د دې خبرې پخلی کړی چې د حماس او اسرایل ترمنځ د جګړې ختمولو دپاره د صدر جو بایډن پېش کړی شوی پلان، لا هم د کامیابه کېدو امکان لري.
اسرایلي ځواکونو نن د نهې/سې شنبې په ورځ د غزې په جنوب کې خان یونس ښار باندې بمباري وکړه چې په کې د ۳ ماشومانو او ۲ ښځو په شمول، لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول. اې پي خبرې ادارې ویلي چې د وژل شوو کسانو جسدونه نصر روغتون ته لېږدول شوي او د اې پي خبریالانو پخپله شمارلي دي.
د اسرایل پوځ د خان یونس په ختیځه برخه کې د څو کلیو او ښارګوټو خلکو ته د انخلا امر کړی دی چې په دې ترڅ کې نن د نهې په ورځ د یورپین هسپتال نه فلسطیني مریضان نصر هسپتال ته ولېږدول شول.
په داسې حال کې چې اسرایلي عسکر د تندلارو په لټون پسې غزې کې نور هم پرمخ روان دي، وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د ګل/دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د حماس پوځي صلاحیتونه تقریبآ تباه کړی شوي دي.
نتنیاهو وویل: «مونږ د حماس د ترهګر لښکر د تباه کولو د مرحلې آخرې ته نږدې کېږو، او د هغوی په باقیاتو باندې حملې به جاري وي.»
د ډزبندۍ کوششونه
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د ګل/دوشنبې په ورځ د واشنګټن په بروکېنګز انسټېټوټ کې یوې مرکې کې، د حماس په مشرتابه غږ وکړ چې د امن دپاره مرحله وار وړاندیز چې پېش کړی شوی، ومني.
بلېنکن همدا راز د جګړې نه پس د غزې د تعمیرولو په منصوبو او په هغه ځای کې د امنیتي خلا د مخنیوي په اهمیت ټینګار وکړ. هغه وویل: «فکر کوم دغه تجویز چي صدر بایډن وړاندې کړی، قابل حصول دی. او دا به غزه کې د جنګ ختمولو، د تشدد ختمولو، د پراخو مرستو د اضافه کولو، او په شمول د امریکایي یرغملانو هرڅوک کور ته د راستنولو دپاره بهترینه او تر ټولو چټکه لار ده.»
د خارجه وزیر د دې خبرو پر مهال، د هغو احتجاج کوونکو غږ هم اورېدل کېده چې د بروکېنګز انسټیټوټ بهر راغونډ شوي و.
بلېنکن ټینګار وکړ چې د اسرایل او حماس ترمنځ جنګ داسې نشي ختمېدی چې په غزه کې د انتظامیې خلا رامنځته شي. د امریکا خارجه وزیر وینا وه چې، «په کار ده په داسې یوه طریقه دا جګړه ختمه شي چې د غزې د انتظام، امن او همدا راز د هغه ځای خلکو سره د خپل تباه شوي ژوند په جوړولو کې د مرستې دپاره واضح، جامع او قابل حصول منصوبې موجودې وي.»
د اسرایل په جېلونو کې د شکنجو دعوې
د الشفا روغتون مشر، ډاکټر محمد ابوسلمیه د میاشتو میاشتو بند نه وروستو، د شاوخوا ۵۰ نورو فلسطینیانو سره د اسرایل د قید نه آزاد او د درملنې دپاره غزې ته ستانه کړی شول.
ابوسلمیه یو د هغو فلسطینیانو څخه دی چې ژوند یې مکمله بدل شوی، او حسابي غواړي. هغه د نوامبر میاشتې راهېسي د اسرایل په قید کې و، او د ګل ورځې په سهار خوشې شو.
ابو سلمیه د راخوشې کېدو وروستو، په غزه کې خبریالانو ته وویل: «مونږ ته شدیده شکنجه راکړی شوه او زما وړوکې ګوته ماته شوه. زه په تکرار په سر ووهل شوم چې څو څو ځله مې سر نه وینې راغلې. د اسرایل په جېلونو کې قریب هره ورځ شکنجې وې.»
د اسرایل د جيلونو ادارې واشنګټن پوسټ ته ویلي چې د شکنجو د دغو دعوو نه خبر ندي. نوموړې ادارې زیاته کړې چې قیدیان د شکایت حق لري او شکایت به یې مکمله ارزول کیږي.
اسرایلي ځواکونو تېر کال په الشفا روغتون حمله وکړه، او دعوه یې کوله چې د حماس تندلارو هلته کې یو کمانډ سنټر جوړ کړی و. د روغتون چارواکو دا دعوې رد کړې.